کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د مصر پوځيانو په څلورو جیفانو چې د مکسیکو سېلانیان پکې ناست وو ډزې کړي دي.
خو د مصري پوځيانو له قوله چې دوی پرې د داعش د غړو ګمان کړی وو.
یاده پېښه د یکشنبې په ورځ د الوهات په سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چې دا پېښه هغه مهال را منځته شوه چې د دغه هېواد د کورنیو د چارو وزارت او د دفاع وزارت پوځيانو په سیمه کې د داعش د ډلې پر ضد عملیات پیل کړي وو.
د دغې پېښې په وژل شویو کسانو کې مصري او مکسیکویي وګړي شامل دي، چې ۱۲تنه وژل شوي او ۱۰تنه نور ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې ټپيان روغتون ته استول شوي دي.


















