کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
طالب وسله والو د کابل دوغ آباد سیمه کې په داخلي عسکرو د سړک غاړې ته بمي چاودنه کړې ده.
چې په نتیجه کې یې ۴تنه کمانډویي عسکر ووژل شول او ۲تنه نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې بېګا د غزني په ده یک ولسوالۍ کې طالب وسله والو د امنیتي ځواکونو یوه لویه قرارګاه تر برید لاندې راوسته، چې قرارګاه یې په مکمله توګه نیولې ده، او داخلي عسکرو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
خو لا تر دا مهاله دولتي رسنیو د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.


















