ليکنه : مفتي محمدالياس « فاتح »
شرح صدر ( د سينې څيريدل)
پوښتنه : د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د مبارکې سېنې د څېرېدلو پېښې څو ځله شوي؟
ځواب : دکره اسنادو له مخې د محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلې سېنه څلور ځلې څېرل شوې ده.
پوښتنه : څلور واړه په مفصله توګه بيان کړئ
ځواب : ( لومړی شرح صدر، هغه وخت را منځته شو ، چې محمد صلی الله عليه وسلم څلور کلن و او حلیمې سعدیې یې پالنه کوله)
کله چې د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم د رودنې( رضاعت )دوه کاله موده پوره شوه؛ نو بې بي حليمه سعديه ورسره شوه ، مکې مکرمې ته يې بوته او خپلې مور بې بي آمنې ته يې وسپاره ؛ خو د لا زياتو برکتونو ترلاسه کولو په موخه او په مکه کې له ګډې شوې وباء ناروغۍ د ژغورنې له امله يې له هغې څخه د يو څه نور وخت د پالنې اجازه واخېستله او يو ځل بيا يې له ځانه سره مدينې ته بوتلو.
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سپېڅلی عمر چې څلورو کلونو ته ورسيد، يوه ورځ يې له کوره بهر ماشومانو سره لوبې کولې چې ناڅاپه جبرائيل عليه السلام راغی، سينه يې ورته څيرې کړه، زړه يې ورته د سرو زرو په جام کې د زمزم په اوبو ومينځه او بېرته يې سينه وروگنډله.
دا کېسه پخپله بې بي حليمه سعديه داسې کوي:
يوه ورځ د محمد صلی الله عليه وسلم رضاعي ورور عبدالله په منډه وارخطاء کورته راغی او په سانيولې لهجه يې وويل:
زما قريشي ورور ته دوه کسه سړي راغلل سپينې جامې يې اغوستې وې او هغوی دهغه سينه څېرې کړه .
حليمه وايي: ددې خبرې په اوريدو سره زه او زما مېړه په منډه منډه ورغلو ، ګورو چې محمدصلی الله عليه وسلم ولاړ دی او رنګ يې بدل شوی دی ، زما مېړه هغه په خپلې غېږه کې ټينګ ونيو او پوښتنه يې ورڅخه وکړه : بچيه ! څه درباندې وشول ؟!
هغه وويل: دوه تنه د سپينو جامو خاوندان راغلل زه ، يې څملولم او زما نس يې څېرې کړ او څه شی يې ورڅخه وويست او ايسته يې وغورځاوه او بيا يې زما نس هماغسې کړ، څنګه چې مخکې و.
حضرت انس رضي الله عنه څخه هم داسې روایت راغلی ، وايي:
حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له ماشومانو سره لوبې کولې چې جبرائیل امین ورته راغی، ویې نیوه، په ځمکه يې څملاوه ، سینه یې ور وڅیرله او له زړه څخه یې د وینې یوه ټوټه واېستله او ویې ویل چې ستا له زړه څخه دا دشیطان برخه ده، بیا یې د سرو زرو په لگن کې د زمزم په اوبو ورته زړه ومینځه، له دې وروسته یې زړه بیا سره یوځای او په خپل ځای کې ځای پرځای کړ… انس رضي الله عنه وایي : ما د محمد صلی الله عليه وسلم په سینه هغه نښې لیدلي دي.
حليمه وايي: له پېښې ځای څخه مو له ځان سره کورته بوته ، ماته خپل مېړه وايي: حليمې! زه وېرېږم چې دغه ماشوم ته څه زيان ونه رسيږي ، دا به غوره وي چې خپل کورته ورسولی شي .
ماهم ورسره ومنله او محمد صلی الله عليه وسلم مو مکې ته بوته او خپلې مورته مو وسپاره .
ــــــــــــــــــــ
( دويم شرح صدر، په مکه کې هغه وخت رامنځ ته شو، چې محمد صلی الله عليه وسلم لس کلن و)
له ابي بن کعب رضی الله عنه څخه روايت دی چې د صحابه کرامو له جملې څخه ابوهریرة رضي الله عنه له ډېر زړور و ، په دې چې له رسول الله صلی الله وسلم يې د داسې شیانو په اړه پوښتنې وکړې ، چې نورو ورڅخه نه شوې کولای ؛ نو ورڅخه يې وپوښتل : ای دالله رسوله ! لومړۍ هغه کومه نښه دنبوت وه، چې تا وليده ؟
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: ډېره مهمه پوښتنه دې وکړه ، زه لسو کالو او څو مياشتو وم، يوځل په ځنگل کې روان وم چې ناڅاپه مې دسر دپاسه خبرې واورېدې ، چې ومې کتل نو يو سړي بل ته وايي: ايا دا هماغه دی ؟
هغه ورته وويل: هو !
بيا ماته مخامخ راغلل ، دا داسې کسان وو، چې له دې وړاندې مې داسې مخلوق نه و ليدلی او نه مې دهغوی د کالیو شان سپین کالي لیدلي دي او نه مې هم هغه عطر لیدلي دي چې هغوی کارولي وو .
هغوی ماته مخامخ راغلل او يو له يو مټ څخه ونيوم او بل له بل مټ څخه ، خو ما دهغوی لمس کول احساس نکړل ، هغه بل ملګري ته وويل: دی څملوه !
هغه زه پرځمکه څملولم ، په داسې حال کې چې نه يې څه تکليف راکړ او نه يې خوږ کړم ، بيا هغه يو خپل بل مګري ته وويل: سينه يې څېرې کړه ، نو هغه زما سينه وڅيرله ، ما ورته کتل په داسې حال کې چې زما سينې نه درد کاوه او نه وينه لاړه بيا هغه بل ورته وويل: کېنه او توروالی ورڅخه وباسه نو هغه زما له سينې څخه يو يو شی ويست چې دوينې ټوټې ته ورته و، او بيا يې هغه ايسته وغورځاوه ، او بيا يې ورته وويل: نرمي او رحمت پکې واچوه ، ما کتل چې د ايستلي ټوټې هومره يې داسې سپين شي پکې ځای پرځای کړ ، چې سپينو زرو ته ورته و.
بيا زما دښۍ پښې غټه ګوته يې وخوځوله او ويې ويل: واوړه او سم شه !
نو زه بېرته خپل حالت ته وګرځيدم ، له دې وروسته مې پرهرچا نرمي او مهرباني زياته شوه .
ــــــــــــــــــ
(دريم شرح صدر، له نبوت نه مخکې هغه وخت پېښ شو ، چې حضور صلی الله عليه وسلم څلوېښت کلنۍ ته نږدې و)
له حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی ، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم او خدیجة الکبری رضي الله عنها به د یوې میاشتې داعتکاف نذر کاوه، چې دا ځل یې اعتکاف د روژې په میاشت کې شو، په همدې میاشت کې یوه شپه حضور صلی الله عليه وسلم له کوره ووت، هلته یې د السلام علیکم الفاظ واورېدل، فکر یې وکړ چې کیدای شي کوم پېری وي نو په بیړه بې بي خدیجې رضی الله عنها ته ورغی او کېسه یې ورته بیان کړه.
بیا دویم وار بهر ووت او بیا یې د سلام الفاظ واورېدل او جبرائیل امین یې ولید چې یو وزر یې په مشرق او بل يې په مغرب غوړولی ، نو ويريدلی او ترهيدلی په منډه کورته راغی، گوري چې جبرائیل امین یې د کور په دروازه کې ولاړ دی، خبرې یې ورسره پیل کړې او په یو ځانگړي ځای کې یې دلیدلو وعده ترې واخیستله.
پر محمد صلی الله عليه وسلم یو څه ناوخته شو چې گوري جبرائیل امین ځمکې ته راکوز شوی دی او میکائیل د اسمان او ځمکې تر منځ دی، جبرائیل نبي اکرم صلی الله عليه وسلم ونيوه او پرځمکه يې څملاوه، سینه یې ورڅیرې کړه او له زړه یې هغه څه واېستل چې غوښتل یې ویې باسي، بیا یې زړه د زمزم په اوبو ورومینځه او په خپل ځای کې یې کېښود، وروسته یې محمد صلی الله عليه وسلم پړمخې کړ او د اوږو تر منځ یې ورته د نبوت مهر ولگاوه چې د دې مهر اغیز او اثر یې په زړه وشو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

















