« تبصره »
په منځنۍ اسيا کې د سخت دريځو د نفوذ د زياتوالي انديښنې زياتې شوي دي، چې سخت دريځ غواړي د ولسي وګړو ژوندانه له محروميتونو ګټې پورته او په مالي امکاناتو سره ځوان نسل خپلو صفونو کې ورځای کړي .
په قرغيزستان کې د سخت دريځو د جلب او جذب نښانې ليدل شوي دي، چې غواړي د ځوان نسل او ښځو څخه په يوه او بله نامه د اسلام په نامه د اسلام خلاف کړنو ته هڅوني وکړي.
د قرغيزستان ولسي وګړو د ژوند سطحه په لويدلې کچه حسابېږي، چې بې روزګارۍ نا امنيو او غربت د ژوند د ستونزوسره مخ کړي دي .
د قرغيزي چارواکو د مذهبي امورو چارواکو ته لارښوونه کړې ده، چې ځوان نسل او په ځنګړې توګه ښځې ديني زده کړو ته اړتيا لري ترڅو د سخت دريځو لخوا د دجلب او جذب څخه وژغورل شي .
په قرغيزستان او نورو اسيايي هېوادونو کې سخت دريځو خپلو هلوځلو ته پراخوالی ورکړي دی او د منځنې اسيا د ځوان نسل او ښځو زياته برخه يې تر اغيز لاندې راوستې ده .
د قرغيزستان د ديني علومو د کميټې رييس ويلي، چې د کم علمۍ له وجې په ځوان نسل او ښځو افراطي تبلیغ اوزده کړې په اسانۍ سره اثر کولای شي.
ښځو ته بايد په سالمه توګه ديني زده کړې ورکړل شي، چې د اسلام د نامه لاندې د اسلام په نامه ښځې په ځينو کړنو او اعمالو کې ورکډې نه کړل شي.
ازبک ديني عالم مولدايف ويلي: ښځو او ځوان نسل ته د ځان ، ټولنې او هېواد د ژوغورنې په موخه پراخه علمي زده کړه ورکړل شي او که په بيړه دا اقدام پورته نه کړل شی کيدی شي سخت دريځي د ځوان نسل او ښځو د جلب اوجذب په وسله منځنۍ اسيا کې زياتې ستونزې راپيداکړي.
د کړکيچ د نړيوالې ډلې راپور څرګندوي چې په منځنۍ اسيا کې د افراطي غړو شمېر هغه پورې رسېږې، چې د قرغزستان په اړه د ښځو د جلب او جذب انديښنه زياته شوې ده .
د قرغيزستان د کورنيو چارو وزارت د دې هېواد د اوش په سيمه کې د۵۰۰ کسان له سخت دريځوسره د شامليدو خبر ورکړی دی ، ويلي يې دي، چې ياد ۵۰۰ کسان له اوش سېمې سخت درځوسره وتلي او په نورو هېوادونو کې فعاليت ته دوام ورکوي روسي دولتي تلويزيون د قرغزستان د اوش له سېمې څخه داعش سره د زياتو کسانو د شامليدو خبر ورکړی دی ، که څه هم روسي امنيتي چارواکو د۷ تنو داعشيانو د نيولو خبر ورکړی ، چې له مسکو او پترز بورګ يې د بريد پيلان لاره د قرغزستان علاوه په منځنۍ اسيا کې يوشمېر نور هېوادونه هم شته چې سخت دريځو ورته د اسلام په نامه لاره کړې ده اوغواړي د اسلام د بيرغ لاندې هغه څه وکړي ، چې د اسلام له اصولو سره سمون نه لري ؛ ځکه خو قرغيزي حکومت ځوان نسل او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د ديني زده کړو تدابير نيولي دي .
قرغيزي چارواکي په دې انديښنه لري ، چې په منځنۍ اسيا کې له سخت دريځو سره ۸۰۰۰ کسانو له جملې څخه ۲۰۰۰ ښځې هم فعاليت کوي .

















