یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د جهاد فقهي مسائل (څلورمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 3, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
13
ځلې شریک شوی
160
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د فى سبيل الله جهاد اصلي هدف

د )فى سبيل الله( جهاد اصلي هدف د خداى جل جلاله رضا او خوښي ترلاسه کول دي، او دغه خوښي هغه وخت  ترلاسه کيداى شي چې د زمکې پر مخ د الهي حکم نافذولو په هدف د بشري توان په اندازه هر ډول سر ښندنې او فدا کاري ته ځان چمتو کړاى شي، د جهاد اصلي هدف  د نړۍ  پر مخ  له هر ډول فساد سره مقابله کول دي، ترڅو فتنه په مکمله توګه له مينځه يوړل شي او د الهي دين پر وړاندې ټول باطل اديان  ګونډه  شي، او د خداى جل جلاله کلمه لوړه شي، لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه چې)جهاد( پر مسلمانانو  يوه  ثابته او مستمره ديني فريضه ده چې هيڅ کله بې مورده نه اداء کيږي، نو په دې اساس لازم  بولو د هغه څو وجوهات او  موارد ذکرکړو :

لومړی د اسلامي دعوت مخنېوى

هر هغه ټولنه يا هېواد چې له اسلامي اصولو څخه عدول او انحراف وکړي، يا عملا د اسلامي دعوت مخنېوى وکړي، او يا په عملي شکل د مسلمانانو پر وړاندې د هغوى ديني مراسمو او مناسکو د اجراء په لاره کې د توطيو او د سېسو څخه په استفاده بنديزونه او مشکلات ايجادوي او د هغوى په مقابل کې په دشمنۍ راپورته کېږي، نو په  مسلمانانو لازمه ده ترڅو په عملي جهاد لاس  پورې کړي.

دويم له عبادت څخه مخنېوى

په دې برخه کې الله تعالى داسې فرمايي:

)أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلاَّ أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا( (سورة الحج  آية ٣٩ ٤٠ )

ژباړه : هغو کسانو ته د جګړې اجازه  ورکړل شوې چې بايد جګړه وکړي له هغو کسانو سره چې  په دوى يې ظلم کړى دی او بې له شکه الله تعالى له دوى سره په مرسته او نصرت کولو  واک لري، هغه کسان چې دوى په ناحقه له خپلو کورونو څخه ويستل شوي يواځې له دې امله چې وئيل به يې زمونږه رب يو الله دى، او که چيرته نواى دفع کړي الله تعالى ځينې خلق په ځينو نورو باندې نو خامخه به نړول شوي واى تکېې، کلېسا، د ېهودانو عبادت خانې او د  مسلمانانو مساجد هغه چې د خداى تعالى نوم پکې ډېر يادولي شي.

دريېم د فتنې او شرک د له منځه وړلو په صورت کې

قرآن مجيد فرمايي : )وقاتلوهم حتى لاتکون فتنة ويکون الدين کله لله(

ژباړه: تر هغه وخته له کفارو سره جګړه وکړئ ترڅو د فساد او فتنې لمن ورټوله شي او دېن ېواځې تر خداى تعالى پورې خاص کړى شي.

 )وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً( (سورة التوبة  آېة ٣٦)

ژباړه: جګړه وکړئ له ټولو مشرکانو سره لکه څنګه چې دوى هم په همدې ترتېب له تاسو سره جګړه کوي، حضرت شاه صاحب  لېکلي چې له کافرانو سره جګړه هر وخت روا ده.

څلورم له مظلوم نه د ملاتړ په صورت کې

خداى تعالى فرمايي : )وَمَالَكُمْ لاَتُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا(

ژباړه: څه مانع دی تاسو ته چې د خداى تعالى په لاره کې جهاد (جګړه) نکوى، کمزوري سړي، ښځې او هلکان د ظالم له ظلم څخه نه ژغورى، دغه مظلومان چې وايي اې زمونږ ربه مونږ له دغه کلي نه چې اهل يې ظالم ده اوباسه او مونږ ته له خپل  لوري ولي او مرستيال  وټاکه.

پنځم د تېري کونکي پر وړاندې

لوى خداى جل جلاله فرمايي: )فمن اعتدى عليکم فاعتدوا بمثل مااعتدى عليکم(

ژباړه: پس هر هغه څوک چې تېرى يې وکړ پر تاسې باندې نو تاسې هم د هغوى د تيري ځواب ورکړئ په  شان د هغه چې تېرى يې کړى وي پر تاسي، په دې ترتيب  ويلاى شو چې (جهاد) په اسلام کې د سولې او امن  لپاره د جګړې  پر ضد جګړه ده (اسلام نه په چا ظلم کوي او نه پر ځان ظلم مني) کله چې اسلامي جهاد د خداى تعالى د رضا په بنياد پيل کيږي نو له دې کبله د درستې نړۍ استعماري قوتونه چې په نويو (جديد) عصري اودرنو کيمياوي وسلو سمبال دي دا د خپل ځان پر وړاندې د ابتلايي هيوﻻء څخه پرته چې د حقيقي او معنوي قوت (الهي نصرت) څخه هرګز برخمن نهدي بل هېڅ عنوان نه پېژني، د جهاد عظمت او نصرت په دې کې مضمر ده چې مسلمانان د هغه اداء کول د يوى ديني فريضې او عبادت په عنوان مني، ځان د هغه عسکر بولي او هر هغه وخت چې وجوه يې ايجاد شي هغه ورته اماده وي، او د اداء کولو په صورت کې يې  هېڅ ډول اهمال او سستي نکوي، او هغه څوک چې په دې لاره کې سستي او غفلت کوي خداى تعالى ور ته داسې فرمايي : )يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا(

ژباړه: اې مؤمنانو څه دى تاسو لره چې کله درته وويل شي چې د خداى تعالى په ﻻره کې ووځئ نو زمکې ته ماېل او درانه شی، آيا پر دنيوي ژوند خوښ ياست؟ په همدې اساس الله تعالى مسلمانانو ته په کلکه امرکوي چې د بل هر ډول جګړې څخه ډډه وکړئ خو د کفارو پر وړاندې بايد هوښيار وه اوسى او چې کله ورته د (جهاد) مورد په ﻻس  ورشي نو بايد بيا ترې ډډه ونکړي، باېد ډلې ډلې او جلاجلا ووځئ (او خپل دښمن  وټکوئ) نو په دې اساس ويلاى شو چې جهاد د کوم ځاني او شخصي احساس او غرض لپاره نه اداء کېږي، هر هغه جګړه چې د فى سبيل الله جګړې له اصولو او مباديو څخه پرته سرته رسول کېږي هغه اسلامي جګړه نه  بلکې جاهلي جګړه بلل کېږي، اسلام له دغه ډول جګړې څخه کرکه لري، او د دې جګړې  پر ضد  وسلوال  (اسلامي جهاد) د زمکې د تماميت او په بل قوم د برلاسي او نظامي برتري او شا تمبول نه بلکې د جګړې پر ضد جګړه او د هغې د خاتمې لپاره وسله اوچتول دي، چې په هغه کې يواځنی هدف د الله تعالى دکلمې لوړول او د اسلام حاکميت دى او بس.

مخکینې مطلب

ګلونه مړاوي کیږی بلبلان ځي له دې چمه

بل مطلب

خنساء رضی الله عنها :

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com