ليكنه : راشد
خنساء رضي الله عنها له خپل قوم بنو سُلَيْم سره رسول الله صلی الله
عليه وسلم ته ، مدينې منورې ته راغله ، او اسلام يې قبول کړو ، ډېره پخه شاعره وه ، د عربي شعر پوهان وايې چې : په ښځو کې له دې نه ښه شاعره ، نه مخکې تېره شوې او نه لدې نه وروسته ، له خپلو څلورو زامنو سره د قادسيې په غزا کې شريکه شوه ، زامن يې لوی سړي وو ، د جنګ په شپه يې څلور واړه را ټول او ښه يې تشويق کړل ، سبا ته چې جنګ شروع شو ، يو په بل پسې جنګ ته ور وړاندې کېدل ، تردې چې څلور واړه شهيدان شول . رضي الله عنهم و عنها .
( الاِصابة : ۸ ټوک ، ۱۱۰ ، ۱۱۱ مخونه )

















