زموږ په ټولنه کې چې د ټولنيز ژوند کوم اړخونه تر اغيز لاندې راځي هغه د انسان له کړنو او کردار سره تړلي وي .
که يو انسان په ظاهره هرڅو لوړمقام ولري ؛ خو د هغه کړنې د وخت په تېريدو سره ټولنې راڅر ګندېږې ، چې خپله پرې بيا ټولنه قضاوت کوي او هغه انسان ته د هغه د کړنو په دايره کې ګوري.
که يو انسان په ډول ډول ستونزو کې راګيروي ، خلکو د هغه حوصله لوړه او موخه يې يوازې اويوازې د خپل مظلوم او درديد لي ولس خدمت وي په هغو ستونزو ، چې په وړاندې يې پرتې وي د خپل راسخ عزم اومتين هوډ په لرلو سره د کاميابۍ تر درشل رسيدلی شي.
د ژوند کاميابي په بشپړ باورسره ترلاسه کيدای شي ، هر هغه شخص ، چې د خپلو مثبتو کړنو په دوام په ټولنه کې باورتر لاسه کړي د ژوند په اغزنو لارو هم ورته مزل اسانه ښکاري .
باور يوازي په ټولنه کې د ښځو ځانګړو اشخاصو تر منځ نه ؛ بلکې د خپل کورنه نيولې د هېواد په سطحه بايد انسان د باور په درلودلو سره ځان اوټولنې ته د هوسا ژوند زمېنه برابره کړي .
باور هغه وخت تر لاسه کېدای شي ، چې د خپل شخصي ژوند شخصي ګټې د ولس پر ګټو مقدمې ونه بلل شي ، د يوه باور لرونکي شخص سره د ملت ساتنې ، عزت ساتني ، د کلې ، ولس او د کاميابه او هوسا ژوند ټول رازونه د انسان په باور کې نښتي دي.
کله چې په يوه ټولنه کې د خپل کور د ورور ، پلار ، ښځې يا د کورنۍ د نورو غړو په وړاندې انسان ، چې بې باوره شي سالمې ټولنې ته بيا د باور وړ نه وي ، هره ټولنه د کورنۍ د غړو او ولسي وګړو ګډ ژوند سره جوړيږې او په ګډ ژوند کې هوساينه يوازې په باور سره ترلاسه کيدای شي .
د باور ساتنې څو رازونه شته ، چې امانت داري ، د خپلې کورنۍ ، د وستانو او په ټولنه کې د ګډ ژوندانه اوسيدونکو د ژوند د رازونو ساتل دي.
هر هغه چا ، چې د خپل دوست اوملګري پټ رازونه ساتل يوازې د ملګري نه ؛ بلکې خپل او د ټولنې ژوند به ورسره هوسا پاتې شي ، چې دلته زموږ موخه د سالمو رازونو څخه ده د هغو رازونو پټ ساتل لازمي او ضروري وي کوم ، چې د ټولنې لپاره ګټور تمامېږي .
زموږ په عقيدوي احوالو سره هم د راز په ساتلو زيات ټينګار شوی دی ، يوازې د خپل رازساتل نه؛ بلکې د ملګرو او دوستانو راز ساتنه هم د ګټور او هوسا ژوند تضمين کيدای شي.
ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا فرمايي:
د زړه راز دې يارته مه وايه رحمانه
د غه يار به يار لري تابه رسوا کړي
هرچا ، چې د چا د ژوند راز وساته هغه په ټولنه کې د فکر لوړ باور تر لاسه کولی شي .
که د دوه ګاونډ يو هېوادونو تر منځ باور په منځ کې نه وي ښه ګاونډيتوب نشي پللی ، که په کورنۍ کې د وګړو او ولس ترمنځ باور ونه ساتل شي د سالمې ټولنې ژوند نيمګړی وي .
يو انسان بايد د رازونو په ساتلو باور تر تلاسه کړي زياتو وګړو دا منلې ده ، چې ښځه راز نشي ساتلی ؛ ځکه خو د کور نارينه وګړي له خپلو ښځو ځينې رازونه پټ ساتي .
دانه ، چې د کورښځه بي باوره وي په ټولنه کې د ښځې د راز ساتلو لوی زړه او حوصله نه لري، په خوشباورۍ سره يوه ښځه يوې او بلې بيا بلې ته رازونه ووايي او له پټو رازونو ټول کلی کور خبر شي .
يو شاعر وايي:
تاکې خواهی نشوی سرمسار – راز دل خود رابه زن مګو
نارينه ښځې ته په هر درنښت قانع وي ؛ خو کله ، چې د باور خبره شي ښځه د راز نه ساتلو له امله خپل هوسا ژوند ته ځان نشي رسولی ، ښځه د کور ډيوه ، د کور ښکلا ، د کور خوشالي ، د علم زانګو که هرڅو وستايل شي بيا هم د ښځې حق نشي ادا کيدای ، که په کور کې پر ځان د ښځې باور ترلاسه کړو د ټولنې په باور برلاسي يو .

















