شاعر/ داد محمد ناوک
زه بې تا کله یم، زه کله یم بې تا وجوده!
زما د شپې وجود ته، پاکه د رڼا وجوده!
چې شونډې وخوځوې، و اورې زرین غږونه
شونډې مې وښورېږې؛ جار وجوده! وا وجوده!
که تا کې ورک شم، د دوزخ جنت تر منځ به یمه
يې له ثوابه ډک، رنګینه د ګنا وجوده!
وېښته دې خوږ نه کړې باړخو، زه به ور وپوکمه
لاس په نامه ولاړ یم، غږ کوه په ما وجوده!
کله مې ټول ډوب کړې، خو کله مې په ځان ښويېږې
يې د اوبو غوندې، که يې لکه هوا وجوده!
زما د وجود سببه، زما د ژوند مهینې تکيې!
ناوک بې تا ورکېږي، تا ته يې اړتیا وجوده!
![]()

















