ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
زکات فرض دی که واجب؟
پوښتنه : زکوة فرض دی که واجب؟
ځواب : زکوة ورکول فرض دي، د قرآن مجيد له آيتونو او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له حديثونو څخه د هغه فرضيت ثابت دی، کوم خلک چې د زکوة له فرضيت څخه منکر شي هغه کافر دي ([1]).
زکوة په دويمه هجري کې فرض شوى او په دين (اسلام) کې د زکوة فرضيت هر چا ته معلوم دى، د زکوة فرضيت په کتاب، سنت او اجماع سره ثابت دى، په قرآنکريم کې الله تعالى جل جلاله فرمايلي )واتوالزکوة( يعنې زکوة اداء کړئ.
او په احاديثو کې د زکوة ثبوت په ډيرو احاديثو سره شوى، منجمله له هغو ځينې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا ارشاد مبارکه دى : د اسلام بنياد په پنځو شيانو باندې دى، په همدغو پنځو شيانو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د زکوة ذکر فرمايلى، او دا مبارک حديث هم دى کوم چې امام ترمذي رحمه الله له سليم بن عامر څخه روايت کړى، هغه فرمايي :
له ابو امامه رضی الله عنه څخه مې آوريدلي چې فرمايل يې : ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع تقرير آوريدلى، په کوم کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : له الله تعالى جل جلاله څخه وويريږئ، خپل پنځه ګوني لمنځونه اداء کړئ، چې رمضان المبارک راشي روژه ونيسئ، د خپل مال زکوة اداء کړئ، او د خپل واکمن اطاعت وکړئ، نو جنت ته به ولاړ شى.
له دې پرته په همدې باره کې نور حديثونه هم شته، پاتې شوه اجماع نو ټول امت په دې متفق دى چې زکوة د اسلام له ارکانو څخه يو رکن دى، کوم لره چې يو شمير ځانګړي شرايط شته دي ([2]).
آيا په انبياء کرامو عليهم السلام زکوة فرض وو؟
پوښتنه : آيا په انبياء کرامو عليهم السلام زکوة فرض وو؟.
ځواب : زکوة په انبياء کرامو عليهم السلام باندې فرض نه وو، له دې امله چې زکوة د ميل او کدورت ليرې کولو لپاره مشروع دى، او ښکاره ده چې انبياء کرام عليهم السلام له ميل او کدورت څخه مبرا او پاک دي، د قرآنکريم له دې آيت )واوصاني بالصلوة والزکوة( څخه مراد د نفس زکوة دى د مال زکوة نه دى، يا مراد تبليغ الزکوة دى ([3]) البته لکه څرنګه چې په پخوانيو ټولو امتونو باندې لمونځ فرض وو، همدا رنګه په ټولو امتونو باندې زکوة هم فرض وو، هو ! په اندازه او د مال په تحديد کې توپير ضرور وو، مګر دا خبره شته چې د زکوة په باره کې د شريعت احکام ډير آسان دي، کله چې په پخوانيو امتونو کې همدومره آساني نه وه، بهر حال په نفس وجوب کې ټول برابر دي، څرنګه چې په سورت انبياء کې د حضرت ابراهيم عليه السلام او د هغه زوى حضرت اسحق عليه السلام او بيا د هغه زوى حضرت يعقوب عليه السلام ذکر شوي او ارشاد شوى )وَ اَوۡحَیۡنَاۤ اِلَیۡہِمۡ فِعۡلَ الۡخَیۡرٰتِ وَ اِقَامَ الصَّلٰوۃِ وَ اِیۡتَآءَ الزَّکٰوۃِ ۚ وَ کَانُوۡا لَنَا عٰبِدِیۡنَ (([4]) همدا رنګه په سورت مريم کې د حضرت اسمعيل عليه السلام په باره کې فرمايل شوي )وَکَانَ یَاۡمُرُ اَہۡلَہٗ بِالصَّلٰوۃِ وَ الزَّکٰوۃِ (([5]) او د اسرائيلو په سلسله کې د اخيرني پيغمبر حضرت عيسي عليه السلام متعلق راغلي چې هغه د خپل قوم خلکو ته وويل ) اِنِّیۡ عَبۡدُ اللّٰہِ ۟ؕ اٰتٰنِیَ الۡکِتٰبَ وَ جَعَلَنِیۡ نَبِیًّا ﴿ۙ۳۰﴾ وَّجَعَلَنِیۡ مُبٰرَکًا اَیۡنَ مَا کُنۡتُ ۪ وَ اَوۡصٰنِیۡ بِالصَّلٰوۃِ وَ الزَّکٰوۃِ مَا دُمۡتُ حَیًّا (([6]).
همدا رنګه په سورت مائده کې د بني اسرائيلو د عهد او ميثاق ذکر شوى او فرمايل شوي، وقال الله ) اِنِّیۡ مَعَکُمۡ ؕ لَئِنۡ اَقَمۡتُمُ الصَّلٰوۃَ وَ اٰتَیۡتُمُ الزَّکٰوۃَ وَ اٰمَنۡتُمۡ بِرُسُلِیۡ( ([7]) د قرآنکريم له دې آيتونو څخه معلوم شوي چې لمونځ او زکوة له تل راهيسې د آسماني شريعت ځانګړي ارکان او شعائر دي، هو ! د هغوى په حدودو، په تفصيلي احکامو او تعين کې توپير شوى او همدغه توپير په خپله زمونږ د شريعت په لومړني او اخيرني تکميلي دور کې په احکامو کې دننه شوى دى ([8]).
په دې هکله په مظاهر حق کې داسې ليکل شوي :
په اجتماعي ډول مسئله دا ده چې زکوة په انبياء کرامو عليهم السلام باندې فرض او واجب نه وو، البته لکه څرنګه چې په پخوانيو ټولو امتونو باندې لمونځ فرض وو، همدا رنګه له امت محمدي دمخه په هر امت باندې زکوة فرض وو، هو ! د زکوة په اندازه او د مال په تحديد کې توپير ضرور وو، مګر دا خبره شته دى چې د زکوة په باره کې د اسلامي شريعت احکام ډير آسانه دي، کله چې د پخوانيو امتونو په شريعت کې همدومره آساني نه وه ([9]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٢.
([2]) مسائل زکوة، ص : ١٧، بحواله : علم الفقه، ج : ١، ص : ٦٥٩.
([3]) الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٢.
([4]) سورة الانبياء، آية : ٧٣.
([8]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٢١ – ١٢٢، بحواله : معارف الحديث، ج : ٤، ص : ٢١.

















