۱. هيڅکله یوازي د معاش لپاره کار مه کوه، ځکه معاش انسان هیڅکله نه شتمن کوي.
۲. هيڅکله خپله اصلي پیسې په پانګوني مه لګوه؛ پانګونه شتمني نه جوړوي، بلکه شتمني ساتي. لومړی شتمني پیدا کړه، بیا یې وساته.
۳. هره ورځ د شتمنېدو پر لسو نوي نظریاتو فکر کړه؛ دا نظریات به درته د شتمنۍ خزانه سي.
۴. هیڅکله د چای، قهوې یا ټیکسي لپاره سپما مه کوه، او مه یوازي د پیسو د بچت لپاره په بس کي سفر کوه. تر اوسه هیڅوک د سپما له لاري نه دی شتمن سوی؛ شتمني د ډېرو عوایدو له لاري راځي، نه د سپما له لاري.
۵. د لیکلو هنر زده کړه، ځکه لیکل د انسان عقل پراخوي، د فکر وړتیا لوړوي، او هوښیاران خلک هیڅکله غریب نه پاته کېږي.
۶. که ستا سره پیسې وي، هېڅکله تر دوو سلنه زیاتي په پانګونه مه مصرفوه؛ ۹۸٪ پیسې دي له ځان سره وساته. دا پیسې به تا ته باور درکړي. ما ډېر میلیونران لیدلي، چي پانګونه یې کړې، خو جیبونه یې تش وو.
۷. هېڅکله داسي کاروبار مه کوه چي پکښي سخت رقابت وي. داسې تجارت غوره کړه چي پکښي ته خپل انحصار ولرې.
۸. د ورځي اته ساعته خوب کول تر ټولو غوره پانګونه ده.
۹. وخت دي هغو خلکو ته ورکړه چي له تا سره مینه لري، نه هغو ته چي ته ورته بېارزښته یې، او نه ستا شتون ورته مهم دی.
۱۰. د خدای ج ورکړه او پر نعمتونو شکر وباسه، ځکه شکر د انسان انرژي زیاتوي. شکر ډېره ثابته ګټه لري – تجربه سوې ده.
۱۱. پر خپل ځان، بدن، عقل او تجربې باور ولره. د حق او باطل پوښتنه له نورو څخه کوه – له ځانه یې وکړه. ځکه ته تر خپل ځان بل ریښتینی ملګری نه لرې، او ته خپل ځان نسې غولولی.
شُبیر ژباړه