شپږ میلیوني ښار؛ خو بې ښارواله/ هېواد خوږیاڼی

د نویو سرشمېرنو له مخې اوسمهال په کابل کې شپږ میلیونه وګړي استوګن دي، چې د افغانستان د ټولو ښارونو په پرتله کابل کې د وګړو شمېر ډېر دی او ښاري اسانتیاوې یې هم کمې دي.
د کابل زیات سړکونه او کوڅې خامې دي، چې د بارانونو په وخت کې یې اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.
د ګډحکومت نږدې یو نیم کال نه زیات وخت وشو؛ خو تر اوسه یې کابل ته ښاروال ونشو ټاکلی. د ګډحکومت د ټاکنو برخه د نورو په شان پنځوس پر پنځوس ده او کابل ښاروال هم ددغه لانجو له امله نه ټاکل کېږي.ګډحکومت د پخوا په شان بیا ــ بیا ژمنې کوي؛ خو دغه ژمنې یوازې ژمنې پاتې کېږي او د عمل جامه نه اغوندي.
د کابل ښاریان هم د ښاروال نشتوالي د ګڼو ستونزو لامل بولي او وینا یې چې ښار ورځ تر بلې د چټلۍ خواته روان دی او که ښاروال ونه ټاکل شي، نو ښار به نور هم چټل شي.
د پلازمېنې زیاتو سیمو کې اوس هم په ډېریو کثافات پراته دي؛ خو د ښاروالۍ د موټرو درک نه لګیږي، چې دغه کثافات له ښاره لرې سیمو ته ولېږدوي. د کابل مکریانونو، خوشحال خان مېنې، خیرخانې، کارته پروان، کارته نو، میرویس میدان، کمپنۍ، ده افغانان، کارته سخي، دارالامان او ګڼو سیمو کې د میاشتو ــ میاشتو کثافات پراته دي، چې د نږدې سیمو خلک یې له بویونو څخه په تنګ راغلي دي.
د کابل ښاریان وايي، د ګډحکومت مشرانو څو ځلې ژمنه وکړه، چې په ډېر لنډ وخت کې به کابل ته ښاروال وټاکي؛ خو د یوه نیم کال په تېریدو یې دغه ژمنه پورنه نشوای کړای.
د سیاسي چارو کارپوهان هم د کابل ښاروال د نه ټاکلو یو لامل د اشرف غني او عبدالله ترمنځ اختلافات بولي، چې د هر یوه تن په ټاکلو میاشتې وخت اړوي او دواړه لوري پرې نه رضا کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د کابل ښاروالي د چا په برخه رسېدلې، چې تراوسه کابل بې ښارواله دی؛ خو د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي، دواړو لوریو ژمنه کړې، چې په نږدې وخت کې به زیات بستونه اعلان کړي او د کابل ښاروال به هم وټاکل شي. د نوموړي په خبره«حکومتي مشرانو د کابل ښاروالۍ په ګډون د ګڼو پوستونو لپاره د افرادو پر ګومارنه بحث کړی او ډېر ژر به دغه کسان وټاکل شي.د دې لپاره چې وړ او مناسب کسان پیدا او پر یو وخت څو دولتي پوستونو ته خلک معرفي شي د ملي یووالي حکومت مشران اراده لري له خپلو ژمنو سره سم د ټولو خالي او سرپرستو بستونو لپاره نوي کسان وګوماري».
داسې اوازې هم شته، چې په ګډحکومت کې د کابل ښاروالي د اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په برخه رسېدلې او نوی ښاروال ورته ځکه نه ټاکل کېږي، چې جنرال دوستم اوس له اشرف غني څخه خوابدی شوی او له دوستم سره په شویو ژمنو کې پاتې راغلی دی او د ګډ حکومت مشران نشي کولی، د دوستم پرته کابل ته ښاروال وټاکي.
د کابل ښاروال په ټاکلو کې چې هره ستونزه وي باید پای ته ورسېږي او د ملي یووالي حکومت مشران کابل ته پوه او مسلکي کس د ښاروال په توګه وټاکي؛ ځکه کابل د هېواد پلازمېنه ده او اوسېدونکي یې د نورو ښارونو په پرتله زیات دي.



