کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د فراه ولایت والي مولوي غوثالدین رهبر د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا ایران ته په دوه ورځني سفر کې له ایراني چارواکو سره د کرنې او پراختیا په برخه کې د ګډې همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې دغه سفر د دواړو ګاونډیو هېوادونو، نظامونو او ولسونو لپاره ګټور وباله او ویې ویل چې د دغه سفر په ترڅ کې د همکاریو د پراخولو لپاره رغنده خبرې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغو هوکړو کې د کرنې علمي تجربو شریکول او د شيخ ابونصر فراهي بندر پورې اړوند ۱۱۷ کیلومتره سړک جوړول شامل دي.
د فراه والي زیاته کړې چې له ایراني چارواکو سره د دواړو خواوو ترمنځ د ښو اړیکو پر ټينګښت او لا پراختیا هم بحث شوی دی.


















