کابل ټکی کام (پنجشنبه، غبرګولی ۱۵، ۱۴۰۴):
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له استازي عرفات جمال سره د افغان مهاجرینو د سرپنا، عاید موندنې او اړینو مرستو پر وړاندې کولو خبرې کړي دي.
ښاغلي جمال د مهاجرینو ښارګوټو کې د سرپنا جوړولو او عاید پیدا کولو برخه کې د عملي همکاریو ډاډ ورکړی.
ښاغلي جمال وویل، چې د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو لپاره له ایران سره درې اړخیزه ناسته پلان شوې، خو له پاکستان سره تر اوسه مثبت پرمختګ نه دی شوی. هغه د مرستو پر وخت رسولو ټینګار وکړ او له ځنډ څخه د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.
مولوي عبدالکبیر د UNHCR د همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت د راستنو شوو لپاره د سرپنا برابرولو چارې پیل کړې دي. نوموړي د شفافو همکاریو ژمنه وکړه او درې اړخیزې ناستې یې ګټورې وبللې.


















