کابل ټکی کام پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
په تازه نښتو کې د غزې په شمال او منځنۍ برخه کې صهیونیستي ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
ځایي سرچینې وايي، د فلسطیني مقاومت ډلو د یرغلګرو په نظامي کتارونو او پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ صهیونیستي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د حماس نظامي څانګې “القسام لېوا ویلي، چې د جبالیا، البریج، او الزیتون سیمو کې یې د ماینونو، لاسي بمونو او درنو وسلو پر مټ د اشغالګرو پر ضد عملیات کړي، چې پر مهال یې یوه ټانک ویجاړ کړی او عسکرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د اسرائیلي پوځ ویاند د تلفاتو پخلی نه دی کړی، خو د هغوی رسنیو د عسکرو وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د څو تنو وژل شویو شویو سرتېرو جسدونه د چورلکو له لارې د جګړو له سیمې ایستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې په مختلفو سیمو کې نښتو شدت موندلی، او د فلسطیني مقاومت ډلو بریدونه لا زیات شوي، چې د اشغالګرو ځواکونو پرمختګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
فلسطیني ملت او د غزې اوسېدونکي د مقاومت د وروستیو عملیاتو هرکلی کوي او له نړیوالو غواړي چې د اسرائیلي یرغل پر ضد غږ پورته کړي.

















