کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلو بن ګوریون نړیوال هوایي ډګر خپل فعالیتونه د لندمهال لپاره درولي دي.
دا اقدام وروسته له هغه اخیستل کېږي، چې تېره شپه د یمني ځواکونو له لوري څو بالستیک توغندي په اسرائیلو وویشتل شول.
اسرائیلي رسنیو ویلي چې دغه توغندي له یمن څخه د اسرائيلو پر لور توغول شوی، او امنیتي ادارو د احتیاطي تدابیرو په توګه د هوایي ډګر فعالیتونه درولي دي.
تر اوسه د توغندي د لګېدو د احتمالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا پېښه د سیمې د امنیتي وضعیت له خرابوالي سره هممهاله شوې ده.
د یمن د انصارالله غورځنګ، چې له تېرو میاشتو راهیسې د اسرائيلو پر ضد بریدونه کوي د برید مسؤلیت منلی دی.

















