کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د ايران او اسرائيلو ترمنځ د تير کړکېچ په دوام، ايران د اسرائيلو پر خاوره پراخ ميزايلو بريدونه پيل کړل.
د ايران رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد له لورې نږدې ۱۰۰ توغندي د اسرائیلو پر بېلابېلو سيمو توغول شوي، چې لومړۍ د ميزايلو څپه يې تلابيب ته رسېدلې ده.
ځينو ويډيويي تصويرونه ښيي چې د ايران توغندي د اسرائيلو د دفاع وزارت ودانۍ هم په نښه کړې ده.
د اسرائيلو رژيم رسماً د ايران د ميزايلو بريد پخلی کړی او وايي چې د فلسطين اشغال شويو سيمو په بېلابېلو برخو کې د خطر زنګونه غږېدلي دي.
نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

















