کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “عبدالملک بدرالدین حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې د اسلامي نړۍ پر مشرانو او حکومتي چارواکو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د غزې په مظلوم ولس د صهیونیستي رژیم وحشي بریدونه روان دي، خو د اسلامي نړۍ حاکمان یوازې نندارچیان پاتې دي.
هغه زیاته کړه: «نن غزه د وینو په سیندکې بدله شوې، ماشومان، ښځې او زاړه بې رحمه بمباریو او لوږې ځپلي، خو زموږ د امت مشران یوازې غندنې کوي او د پردیو غلامۍ ته غاړه ایږدي. تاریخ به یې دا چوپتیا هېڅکله ونه بښي.»
عبدالملک حوثي مسلمانانو ته د یووالي او ګډ مقاومت بلنه ورکړه او ټینګار یې وکړ، چې د غزې دفاع د هر مسلمان دیني او انساني مسؤولیت دی.


















