کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فراه ښاروالۍ له لوري د شاوخوا ۵۶ میلیونه افغانيو په لګښت لس بېلابېلې پروژې د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال ويلي، چې په یادو پروژو کې د پلونو جوړول، د ښار سړکونو روښانه کول، د درېیمې او څلورمې ناحیې سړکونو پخول، لښتیو جوړول او ورته نور کارونه شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یادو پروژو پلي کېدل به د ښار د ښکلا، ترانسپورت او ښاریانو د تګ راتګ په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي.


















