کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ وږی ۱۴۰۴):
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون سلاکار ویلي، هڅه کوي چې اسرائیل د غزې ښار ته د ننوتو او د وضعیت د نور خرابېدو مخه ونیسي.
هغه ټینګار کړی چې د امنیتي یا نظامي دلایلو له مخې د غزې ښار ته ننوتل جواز نه لري او دا د بندي شویو اسرائيليانو د ازادولو سمه لاره نه ده.
سلاکار زیاته کړې، که اسرائیل غزې ته داخل شي، نو د دوی له شدید مخالفت سره به مخامخ شي او هیله یې څرګنده کړې چې د بندیزونو د لګولو مرحلې ته ونه رسېږو.


















