افزايش جنګ در فروتنی ناتو fateh1مارچ 24, 20160 214 ليکوال: ډګروال امان پر افغانانو تپل شوې جګړه ، چې يو نسل پکې ځوان شو تر دې دمه په يوه او بله نامه او بهانه دوام لري ، ورور په ورور او ديوه هېواد، يو مذهب او د يوکلتور خاوندان په دومره بې رحمۍ سره يوبلوژل کېږي چې دوحشي ځناورهم بل ځناور هم په دومره بې رحمۍ سره نه وژني. اوس د وژنو يو بل دود پېل شوی دی ، چې دا دود د افغانانو ازلي دښمنانو يواځې د همدې هدف لپاره پېل کړی ، چې په افغانستان کې د يو مذهب او يوکلتور د خاوندا نو تر منځ کرکه او نفرت پيدا کړي. په يوه ويډيو کې په ډېره بې رحمۍ سره يو افغان بل افغان وژني ، چې په کتلو يې له سترګو د اوښکو پرځای وينې څاڅي. دويمه بله بهانه ، چې تل پرې افغانانو ته دوکه ورکول کېږي ، هغه د امريکا په مشرۍ د ناټو د هوايي ځواکونو لخوا په بې رحمۍ سره د افغانانو وژنې دي. لومړی ، چې بمبارۍ وکړي ،ووايي: خپل هدف ته ورسيدو ، د مخالفينو ځای موله منځه يوړ ، نور مخالفين د جګړې ځواک نه لري، دا ډول ورته را پورونه په خپلو ويب پاڼوکې خپاره کړي ؛ خو چې د جکړو، بمباريو او بې وزلو بې ګناه افغانانو په وژنه د ولس کرکه او نفرت د بهرنيو پوځونو او هم له خپل دولت د غلامو او بې ضميره واکمنو زيات شي بيا سيمې ته د ناټو هغه وخت ، چې د بمبار کوونکي قوماندان په افغانستان کې د افغان وژنې د خدمت موده پوره شي ؛ نو وژونکي قوماندان د کابل د بې واکه جنرالانو په اوږو سپورکړل شي هغه بيا د تېر افغان وژونکي قوماندان په کړنو له ولس نه بخښنه و غواړي او په ډېره عاجزۍ اومکر ، فريب د هغوی سره له مکارو سترګو په کونجونو کې اوښکې راولي بخښنه ترې وغواړي. ساده او سپين زړي افغانان له ډېرې بې وسۍ د هغه په بخښنه غوښتو ، چې د خپلو کورنيو د شهيدانو په غم په زړه کې دردونه د لومړۍ ورځې په څېر اوړي را اوړي ورته زړه نا زړه د هو! سرونه وخوځوي. په افغانستان کې د ناټو او امريکاد ځوا کونو نوي قوماندان جنرال نيکولسن همدا سې وکړل ، د کندوز ښار ته لاړ د کندوز ميشتو د هغو شهيدانو کورنيو سره يې ځان په ماهرانه توګه غم کې شريک وباله ، چې تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د کندوز په رغتون کې د ناټو په بمباريو شهيدان شوي وو . د ناټو د قوماندان د وينا ژباړه د خلکو په وړاندې په دې الفاظو وشوه ( فروتنانه به خاطر حمله قندوز پوزش ميخواهم ) په افغانستان کې د همدې عنوان لاندې ( ازايش جنګ در فروتني ناتو ) جګړه روانه ده، زموږ بې کناه او بې وسه ولس په يوه او بله بهانه وژل کېږي او بياد زياتې کرکې او نفرت په نتيجه کې په داډول بخښنو سره په څو سانيو مکر ښودلو سره مړي وبخل شي. د ناټو اوامريکا جنرالان به زړونو کې وايي ، چې بخښنه مو وغوښته اوخبره خلاصه شوه ، په ډالرو پلورل شوو غلامانو دملي يوالي په نامه حکومت به دوام وکړي؟ نه هيڅکله نه! هغه ورځ رانږ دې شوې ده ، چې د تېرو يرغلګرو اوغلامانو په څېر به دبخښنو پرځای دتېښتې لارګوري. Share this: Share on Facebook (Opens in new window) Facebook Share on X (Opens in new window) X لینک کاپی کړه URL Copied fateh1مارچ 24, 20160 214 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print