د کابل چاپ مطبوعاتو ته کتنه ( ۵ حمل ۱۳۹۵ه ش )
د کابل چاپ ورځپاڼو نن خپلې سرلیکنې په مزار شریف کې د عطاء محمد نور او جنرال عبدالرشید دوستم لانجې ته ځانګړي کړي دي.
«ویسا» خپلواکې ورځپاڼې خپله سرلیکنه د « د مزار ستونزه خپ شوه؛ خو حل نه ده!» تر سرلیک لاندې پیل کړې ده. د ویسا په باور مزار شریف کې د اوسنۍ ستونزې اصلي لامل د شمال ټلوالې له خوا پخوانۍ دښمني ده او غواړي یو ځل بیا سیمه ییز خلک مسلح کړي او خپل قدرت وساتي. ویسا لیکلي
« له درې ورځو راهيسې په مزار كې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د بلخ د سرپرست والي كسان سره ښكر په ښكر دي. پرون د دواړو لوريو بېلا بېل لاريونونه وكړل چې په يوه وړوكې پلمه په خونړي ټكر اوښتلاى شواى.كه د مزار د درې څلور ورځو دغو حالت ته وګورو او بيا د بلخ د سرپرست والي د اعلاميې دې ټكيو ته ځير شو چې جنرال دوستم لورى د 1372 او 1382 لمريز په پېښو پړ بولي دوه ټكي ډېر راته روښانه كېږي:
لومړى دا چې په دې څو ورځو كې حكومت چېرته و او د چارواكيو مسووليت په داسې پېښو كې څه دى؟
دوهم دا چې په وروستيو مياشتو كې له جنرال دوستم نيولې تر احمد ضيا مسعود او نورو پورې له طالبانو سره د مبارزې او جګړې په نامه د محلي وسله والو ډلو د تنظيم په پروګرام بوخت وو، اصلي موخه او ستونزه يې په مزار كې راڅرګنده شوه چې بيا هېواد بدمرغيو او سختو لانجو ته ورټېل وهلاى شي.»
ویسا په خپله سرلیکنه کې په هغه رسنیو نیوکه کړې، چې په مزار کې اوسني بل شوي اور ته پوکي ورکوي او غواړي چې نور او دوستم سره په خپلو کې ښکېل شي.« ځينې متعصبې رسنۍ او كړۍ د مزار دې وروستۍ پېښې ته بيا هم غواړي بل مغرضانه رنګ وركړي، خو دا ډېره مسخره توجيه ځكه ده چې په ټوله كې كوم څوك چې د حكومت له چوكاټ پرته د ځواك جوړولو هڅه كوي دا د هېواد راتلونكې ته ګواښ دى، كه احمد وي او كه محمود د شخصي ځواك هوس يې د ولس په زيان او د ملي حاكميت په تاوان دى.»
ویسا له اوسني ګډ حکومت څخه غوښتي دي، د عطامحمد نور او جنرال دوستم په پېښه شوې شخړه کې دې مداخله وکړي او پرېنږدي، چې د بې ګناه خلکو وینې تویې شي.
«هشت صبح» خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه په بلخ کې د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور او د اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د پېښې شوې شخړې ته ځانګړې کړې ده.
هشت صبح لیکلي دي، په دې ټول پوهېږي، چې د نور او دوستم شخړه د قدرت پر سر ده او د خپلو شخصي ګټو په وجهه بیا ښکر په ښکر شوي دي. هشت صبح له دواړو زورواکو څخه غوښتي دي، چې په دې شخړه کې د احساساتي ځوانانو د جذبې څخه دې ناوړه ګټه نه اخلي او خپل پلویان دې جګړې ته نه هڅوي. هشت صبح لیکلي دي، جنرال دوستم او عطا نور دې خپلو کې سره کېني او دغه شخړه دې د خبرو له لارې حل کړي، نه د جنګ جګړو او وینې توېیدو له لارې.
«ماندګار» خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د بلخ اوسنۍ ستونزې ته ځانګړې کړې ده. ماندګار په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي. بلخ کې د جنرال دوستم او عطا نور ترمنځ شخړې موږ ته وښودله، چې موږ په خپلو عسکرو څومره باوري یو او څومره به دوی دغه شخړې ته د پای ټکی کېږدي؟
ماندګار لیکي، زموږ عسکر تراوسه په دې نه دې توانیدلي، چې دداسې پېښو مخنیوی وکړي او په هېواد کې د زورواکانو مخه ونیسي، ځکه زیات پولیس اوس هم د تعصب لپاره کار کوي او د هېواد ګټې ورته مهمې نه دي، بلکې خپلې شخصي، قومي او تنظیمې ګټې ورته مهمې دي.
«کابل پوست» خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه نوي ښوونیز کال د پیل او په ننګرهار کې د ښوونې بهیر ته ځانګړې کړې ده.
کابل پوست لیکلي دي. د ننګرهار د معارف چارواکو نوی ښوونیز کال په جلال اباد ښار کې ونمانځه، په داسې حال کې چې د ننګرهار هغه ولسوالیو کې چې نوی ښوونیز کال د وري په لومړۍ نېټه پیلیږي، خو د ننګرهار چارواکو دغه ښوونیز کال د جلال اباد ښار په عبدالوکیل لېسه کې ونمانځه، خو د ننګرهار چارواکي ولسوالیو ته نشي تللی او د معارف زنګ په د جلال اباد په ښار کې کړنګوي.کابل پوسټ وايي، د ننګرهار په هغه سیمو کې چې نوی ښوونیز کال پیل شوی، باید د پوهنې ریاست ورته ځانګړي پاملرنه وکړي، ځکه د داعش لاسه زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.



