جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د لغمان قومي مشران، والي د کاڼو په ويشتلو له لغمانه باسي

fateh1 نشرونکی: fateh1
مارچ 24, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
7
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

« تبصره »

له افغانستان څخه ، چې بهرنيو رسنيو ته او يا په داخل کې د اداري فساد په اړه کوم راپورونه ورکول کېږي ؛ پکې يادونه کېږي چې په اداري فساد وزيران، وليان او نور د لوړو پوستونو اشخاص ککړدي ، چې د ځينو پلټنو له مخې د راپورونو تصديق هم شوی او د خبريالانو ورکړل شوي راپورونه کره او ثابت تمام شوي دي.
د لغمان ولايت قومي مشرانو په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل ، چې په لغمان کې ټاکل شوی والي عبدالجبارنعيمي د خپلو وسله والو او اربکيو په وسيله بې ګناه کسان نيسي او زنداني کوي يې، دوی وويل : هغه څوک چې د والي د فساد په وړاندې دريږي هغه زنداني کوي او يا هغه څوک ، چې د خپلو حقوقو غوښتنه کوي، د وهلو ډبولو سره بېره يې تر زندانه  رسوي.

د لغمان قومي مشرانو او مدني فعالانو په خپلو ويناو کې د لغمان د موجوده والي په اړه وويل، چې د دولتي ځمکو په غصب کې لومړی لاس همدا والي لري، له مرکزي دولت او په ځانګړې توګه اشرف غني څخه غواړو، چې والي دې له دندې ګوښه کړي.

موږ د دې لپاره کابل ته راغلي يو، چې د لغمان ولس دې د دې موجوده والي څخه په ګوښه کيدو وژغوري او که زموږ  غوښتنې ونه منل شوې د لغمان موجوده والي عبدالجبارنعيمي به له لغمانه د کاڼو او ډبرو په ويشتلو  وباسو.

په لغمان کې د والي لخوا د بې ګنا اشخاصو په نيولو او ځورولو او هم د اداري فساد له امله قهريدليو قومي مشرانو سختې اوتندې ويناوې وکړې، ويې ويل: که جمهوري رئيس د لغمان د والي په اړه پريکړه ونه کړي او ګوښه يې نه کړي ؛ موږ يې چاره کولای شو .

د يادونې وړ ده: د لغمان ياوالي چې د مخه يې په نورو ولاياتو کې د ولايت دنده ترسره کړې ده دا ډول تورن شوی دی ؛ خو د لغمان والي بيا رسنيو سره په وينا کې ټول پرې لګول شوي تورونه رد کړي او دا کار يې د مغرضو اشخاصو عمل بللی دی.

 وروستنۍ څيړنې څرګنندوي، چې د لغمان والي تر کومې اندازې پورې په اداري فساد کې ککړ دی او د لغمان د قومي مشرانو ويناوې د والي خلاف څومره پرځای دي؛ خو د ورکړل شوو راپورونو له مخې دهېواد په اداري فساد او نورو جراسيمو کې د لوړو پوستونو اشخاص ککړ ثبات شوي دي.

 دا يواځې د لغمان قومي مشران نه دي ؛ بلکې د ټولو ولاياتو اوسیدونکي په دې بد ناورين اخته دي، چې پرې مسلط کړل شوي چارواکي د ولايت د شتمنيو ساتنې  پرځای پر لوټولو بوخت دي.

 د بدخشان د کانونو په غيرقانوني کيندلو کې لوی لاس د ولايت چارواکي لري، د ننګرهار د هډې فارم په دولتي ځمکې غصب کې لوی لاس د ولايت د لوړو پوستونو اوسيدونکي لري، چې ټول په فساد کې ککړ کسان بايد د کاڼو په ويشتلو له ولايته و ايستل شي.

مخکینې مطلب

رمز ایمان در «هویت» و «اراده آزاد» بشر ( بخش نهم )

بل مطلب

دوستم له امرالله صالح غوښتي، چې د ده او د عطا نور د پلویانو شخړه حل کړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com