د ویاړ څلې / طارق بن زِياد رحمة الله عليه

لیکنه : راشد
يو مشهوره مسلمان قومندان ، د اندلس فاتح ، د وليد بن عبد الملک رحمة الله عليه په خلافت کې په افريقا کې د اسلامي لښکرو عمومي قومندان موسی بن نُصَير رحمة الله عليه د اندلس د فتح کولو لپار طارق واستولو ، طارق له مراکش نه اندلس ته په کشتيو کې واووښت ، په لاره باندې په کشتۍ کې په طارق باندې خوب راغی ، بيا له خوب نه يودم را پورته شو ، او د الله اکبر نعره يې وکړه ، ملګرو يې هم ورسره بدرګه کړه ، بيا يې ملګرو ته اوويل : ما اوس رسول الله صلی الله عليه وسلم په خوب وليد ، ابوبکر او عمر او نور صحابه کرام هم ورسره وو ، له ټولو سره تورې وې ، ماته يې ويل : طارقه ! خپل کار ته دې ور مخکې شه ، مونږه درسره يو . بيا يې په پورې غاړه ټولې کشتۍ وسوزولې ، ملګرو يې ورته اوويل چې دا خو پردۍ خاوره ده ، که ماته وخورو بيا به څه کېږي؟ طارق ورته ځواب ورکړ : د مسلمان قدمونه د مخکې تګ لپاره دي ، نه د شا تګ لپاره .و الله ولي التوفيق .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button