د ملي يووالي حکومت په خپلو باوري پوليسو بې باوره شو

« سرليکنه »
د ۲۰۱۴ کال په پوره کيدو سره له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو وتل خپل څرګند حد ته ورسيدل ، چې د امريکا د پروګرام سره سم ۸۹۰۰ پوځيان په افغانستان کې پاتې شول ، له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو بارکونه او پوځي مرکزونه افغان پوځ او پوليس ته پاتې شول ، چې د دفاع وزارت په هره غونډه کې د خپلو پوليسو په ډاډ سره د خپل هېواد د امن ساتلو ډاډ ولس ته ورکوي وايې موږ په خپلو ملي اردو او پوليس د هر ډول مخالفو وسله والو په مقابل کې د مقاومت په توان باور لرو.
د کورنيو چارو وزارت اوس هم د خپلو سيمه ييزو پوليسو په اړه باور څرګندوي ، چې په پوستوکې د مخالفو وسلوالو په مقابل کې مقاومت ته په پوره باور دوام ورکوي ؛ خو د ملي يوالي د حکومت باور په خپلو سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو ورځ په ورځ د نوو پٍېښو په را منځ ته کيدو له منځه ځې هغه باور ، چې د بهرنيو پوځونو په موجوديت کې يې په خپلو پوليسو درلود هغه يې له لاسه ورکړ.
تېره ورځ ، چې د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د اړوند د خانه کير داب په سيمه کې درې پوليسو خپل اووه پوليس ووژل د کورنيو چارو وزارت او هم د ملي يووالي د حکومت چارواکو ته حيرانوونکي پېښه وه.
دې درې واړو پوليسو خپل نور اوه ملګري په داسې حال کې ووژلي ، چې دا درې پوليس د پيرې ( څوکيدالرۍ ) په حال کې او نور هغوی په خوب ويده وو ، چې ناڅاپه يې پرې ډزې پېل کړی دی درې واړو د وژل شوو پوليسو څخه وسلې هم اخيستي او له ځانونو سره يې وړي دي.
په لومړي سر کې د ارغنداب ولسوالۍ امنيتي چارواکو د پو تن پوليس خبر ورکړ ، چې نور اوه تنه پوليس يې وژلي ؛ خو وروسته رسنيو درې پوليس ياد کړل ، چې د وژل شو پولیسو د وسلو سره طالبانو ته ورغلي او ورته تسليم شوي دي.
د ملي يوالي حکومت د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ په نوم کنفرانسونه جوړوي ، چې تېره ورځ يې په خوست کې تر ۲۵۰ تنو نارينه او ښځينه اشخاصو پکې برخه واخيسته ؛ خو د ملي يوالي حکومت سره د ټولو هڅو په خپلو پوليسو باور پرځای ونه ساته.
د تېرکال ۲۰۱۵ د دسمبر په مياشت کې طالبانو د غزني زندان د پوليسو سره د اړيکو په لرلو مات کړ په دې مياشت کې د سرپل ولايت په کوهستاناتو کې ۱۰ تنه پوليس د اړيکو په لرلو سره طالبانو ته تسليم شول د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د همدې مياشتې په ۱۹ مه په يوه سيمه ييزه پوسته کې ۸ پوليس خپلو ملګرو په مرموز ډول سره ووژل همدا ناباوري وه ، چې د فبروري په ۶ مه د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي له خپلې دندې استعفا وکړه وی ويل : د دفاع او کورنيو چارواکو او پوليس باورنه لرم که باور مې په دې درلودی کاميابي مې تر لاسه کولای شوه.



