د اسلام او وحدت پر دښمنانو یو بل اسماني تندر او عمري گوزار

کابل ټکی کام۲۵وږی/۱۳۹۴
لیکنه: ملا رفیع الله احمدی “مؤذن”
د اسلامي امارت د مؤسس عالیقدر امیرالمومنین ملامحمد عمر “مجاهد” رحمه الله درنې کورنۍ د اسلامي امارت د نوي زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور حفظه الله سره د خپل بیعت په اعلانولو، د کفارو او د وحدت د دښمنانو زړونه ودردول، او د اسلامي امت زخمي زړونه یې ټکور کړل.
ویشف صدور قوم مؤمنین¤
اسلامي امت ته یې نوې او تازه ساه ورکړه، کفار او د دوی غلامان یې په ملا مات کړل، منافقین، مغرضین، مفسدین، د اسلامي امت او وحدت دښمنان یې د افسوس کندې ته وغورځول، او د انزوا په دښته کې یې د سوچونو په ټال کې د فاسد فکر په خوب ویده پرېښودل.
تاریخ ثابتې کړې تېرې تجربې مو مخته پرتې دي، د دې لپاره چې خبیث او طیب سره بېل شي، الله جل جلاله پخپلو مخلصو بندگانو آزمیښتونه او إبتلاوې راولي، پدې کې شک نشته چې اسلامي امارت د نړۍ د ټولو مسلمانانو مشترک کور دی، ټول اسلامي امت ورته د الهي انعام او ستر رحمت په نظر گوري، د ملاصاحب مبارک رحلت او کوچېدل ستر غم، نه جبرانېدونکی درد، نه هېرونکی مصیبت او نه ډکېدونکې عظیم الشانه ستره خلا ده، چې ټول مسلمه امت ته یې ټکان ورکړو، یو ستر غم او پرېشاني یې پر ځای پرېښوده، خو لله الحمد چونکې ملاصاب مبارک شخص نه، بلکې یوه مفکوره او د اسلامي خلافت منل شوی مجدد وو، که د اسلامي امت ستر امام او لارښود وکوچېد، خو اسلامي امت ته یې دغه فکر تر شا پرېښود، او د رسول کریم صلی الله علیه وسلم اصلي وارث په دویم مرگ مړ نشو.
د ملاصاب مبارک کوچېدلو په امت کې سترہ پرېشاني رامنځته کړه، مغرضین او مخربین د نقاق ډول ته وگډېدل، د اسلامي امت او وحدت دښمنان را وپارېدل، یـهودو او نصاراوو خپل زهرجن تبلیغات خپاره کړل، ډېر ناخبره او مخلص مسلمانان یې د لږ وخت لپارہ وغولول، ډیرې هڅې یې وکړې او هرڅه یې په کار واچول، تر څو د اسلام د دښمنانو هغه ستر هدف او ارمان تحقق پیدا کړي چې له پخوا څخه یې درلود.
له ډېره وخته د اسلامي امارت دښمنان پدې هڅه کې وو چې څنگه وکولای شي، په امارت کې انشعاب رامنځته کړي، د کوچېدلي امام په حیات مبارک کې کفارو او د دوی غلامانو د انشعاب پلانونه جوړکړل چې هر یو پر خپل وخت خنثی شوی دی.
د ملاصاب وجود د وحدت یو ستر لامل وو، دوی هرڅه په کار واچول چې ملاصاب مبارک له منځه یوسي، او خپل ارمان ته ورسیږي، خو نه یوازې دا چې د خپلواکۍ امام، ساده او ملنگ طالب په افغانستان کې په یوه خړه جونگړه کې پدې فکر دېره وو چې د نړۍ د استکبار څلی، سپینه ماڼۍ را نسکوره کړي، دوی پیدا نکړای شوای؛ بلکې د دې ستر ولي په خدایي مرگ او د کوچېدو په پېښه پوره دوه نیم کاله خبر نشول وگورئ د نړۍ ټکنالوجي او د ستر ملاصاب ملنگي!؟
کله چې اسلامي امارت د ضرورت او حکمت لہ مخې د ملاصاب مبارک د رحلت خبر خپورکړ، د ټکنالوجۍ بندگان سره رابرگ شول او پدې فکر شول چې کېدای شي اوس زمونږ ارمان تحقق پیدا کړي، او مسلمانان سره بېل کړو خو د دښمنانو د توقع خلاف د نړۍ ټول مسلمانان پخپل کور کې پخپله پخپل بل مشر سره را ټول شول او د وفادارۍ او بیعت لاسونه یې ور اوږده کړل، چې پدې کار سره د کفارو ارمانونه د خاورو سره خاورې شول.
د اسلامي خلافت مجدد او د اسلامي فکر ستر امام که پخپله کوچېدلی خو په مېنه یې د خپل فکر او ارمان مېنه پرې اېښې.
د اسلامي سوچه مینې مینان به د کوچېدلي امام په پله په مینه پل ږدي او د دې مینې مینان به په ډېره مینه پدې مینه سرونه قربانوي.
ان شاءالله

ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې لیکنې د ادارې د پالیسۍ ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button