(لومړۍ برخه)
په ۱۹۰۲ م کال کې د نړيوال پټ يهودي تنظيم فري ميسن په مرکز سکاټ لينډ کې يهودي او تبشيري اسلام دښمنو مفکرينو ستره تاريخي غونډه کړې وه، چې يوه مياشت يې دوام کړی وو او د هغې طاغوتي غونډې رياست د برتانيه د هغه وخت لومړي وزير ته ورکړی شوی وو او د هغې طولاني غونډې د بحث موضوع (اسلام ونړوئ! او لارويان يې هلاک کړئ!) وه.
د غونډې ګډون کوونکو د خپلې دغې شومې موخې د تر لاسه کولو په تکل د يوې مياشتې په اوږدو کې د اسلامي امت په خلاف لس تدميري پلانونه جوړ او په اتفاق تصويب کړل، چې د هغو له جملې څخه لسم پلان د اسلامي امت د ښځو د افساد لپاره جوړ کړی شوی وو.
(د ختيځ د ښځو ازادي):
او د دغه منحوس پلان متن په لاندې توګه ښودل شوی دی:
که موږ (صليبیان او یهودان) دې ته د زړه له کومې هوډمن يو چې د اسلامي تمدن او تهذيب کروړلې کلا ونړوو، نو له هر څه لومړی موږ ته بويه چې، مسلمانه مستوره ښځه له کوره بهر کړو، د سياسي دفتري غونډو او تعليمي مراکزو، د ښځو د ازادۍ او حقوقو په نومونو يې زينت وګرځوو، د حيا او شرم لباس ورڅخه وباسو، د عرياني، بې حيايي، رقص او اغاني په خُم کې يې غوپه کړو، نو بيا په دغه صورت کې به موږ وکولای شو، چې اسلامي امت له خپل دين او کور څخه په بهر کولو سره به د اسلامي امت ټول راتلونکی نسل بهر کړی شي؛ بلکې د هغې د مېړه او ورور به هم ورسره بهر کړی شي. او له هغه څخه وروسته به موږ د خپلو نورو نهو پلانونو په پلي کولو کې په اسانتيا سره بريمن شو.
پورتنی وړانديز او تقرير د تبشيري صليبي تنظيم نامتو مختورنې شيطاني کارکوونکې (آن مليګان) کړی وو، چې د غونډې د ګردو ګډون کوونکو له پلوه د چکچکو په بدرګه ومنلی شو.
له هماغه تاريخ څخه د اسلامي امت د عفيفو ښځو د بې لارتيا په ذکر شوي پلان د يهوديانو، صليبيانو او په ځانګړي ډول د (فري ميسن) يهودي تنظيم د روزل شويو او ګومارل شويو د مسلمانو هېوادونو د واکمنانو په مرسته پلي کړای شو او پيلامه يې له مصر څخه د هغه مسلمان هېواد د نامسلمانه واکمن (اسماعيل خديو) په وزله وکړی شوه. بيا په ۱۹۲۸ م کې په ترکيه کې د کمال اتا ترک، په اېران کې د رضا شاه او په افغانستان کې د لارورکي ديکتاتور او ځان بايللي خپل سري واکمن امان الله خان له پلوه د يهوديانو او صليبيانو په نغوته په ۱۳۴۷ ه له ۱۳۰۷ ش له ۱۹۲۸م سره سم پيل او پلی کړی شواو پيلامه يې له خپلې مېرمن ملکه ثريا بنت محمود طرزي، خپلې خور نورالسراج او خپلې خواښې اسماء رسميه پر بربنډولو سره وکړ، چې بيا له هغه څخه وروسته نادري کورنۍ وده اود
(آن مليګان) تبشيري صليبي د پلان په پلي کولو کې يې هاند وکړ.
نور بيا…