د ايمان مسائل (پنځمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د موسيقي آوريدونکي ته کافر ويل

پوښتنه : (١) آيا ميراثي د سندرو ويونکي کافر دي؟.

(٢) که چيرته نه دي نو يو شمير خلک خو ورته کافر وايي، آيا دا صحي دي؟.

ځواب : (١) د موسيقي په آلاتو کې مشغوليت سخته ګناه دى، په احاديثو کې د دې سخت وعيد راغلى، لهذا په هر مسلمان باندې دا لازمي ده چې له دې څخه ځان وژغوري، مګر د همدغې ګناه کبيره مرتکب کافر نه دى، تر څو چې د همداسې خلکو عقيدې د کفر نه وي.

(٢) کوم خلک چې ميراثيانو ته کافر وايي، دوى سخته غلطي کوي، توبه او استغفار ورته پکار دي ([1]).

د ايمان پيژندل

د ايمان د معرفت او پيژندلو په اړه داسې ذکر شوي )الايمان في اللغة التصديق اي اذعان حکم المخبر وقبوله وجعله صادقا وهو افعال من الامن کان امن به امنه التکذيب والمخالفة ويتعدى باللام کما في قوله تعالى )اَنُؤۡمِنُ لَکَ وَاتَّبَعَکَ الاَرْذَلُوْن( ([2]) وبالبا کما في قوله صلى الله عليه وسلم )الايمان ان تؤمن بالله الحديث( والاول باعتبار تضمينه معنى الاذعان والثاني بتضمينه معنى الاعتراف وقد يطلق بمعنى الوثوق صار ذا امن وهو فيه حقيقت عرفية ايضا کما في الاساس واما في الشرع فهو التصديق بما علم مجيئ النبي صلى الله عليه وسلم به ضرورة تفصيلا فيما علم تفصيلا واجمالا فيما علم اجمالا وهذا مذهب جمهور المحققين).

ژباړه : ايمان د باب افعال مصدر له امن څخه ماخوذ دى چې په لغت کې د تصديق (يقين او باورکولو) په معنى سره دی، چې له اذعان، باورکولو، او د مخبر د حکم د منلو او قبلولو څخه عبارت دى او د مخبر رښتني ګڼل دي د هغه په خبرو کې چې د مخبر په اخبار او خبرو باندې د باور په صورت کې هغه له تکذيب او مخالفت څخه په امن شوى، ايمان که چيرته لام ته متعدي وي نو په دې صورت کې د اذعان او باورکولو د معنى متضمن دى چې له ايمان څخه مراد اذعان (باورکول) دي لکه چې الله تعالى په دې مبارک آيت کې فرمايلي )انؤمن لک واتبعک الارذلون(

ژباړه : آيا ايمان راوړو په تا (اې نوحه) حال دا چې متابعت کړی دی د تا رذيلانو خوارانو (په ايمان راوړلو په تا ([3])، په دې آيت کې چې ايمان لام ته متعدي شوى د ايمان او باورکولو د معنى متضمن دى او له هغه څخه په اذعان سره تعبير کيږي، او همدا راز با ته هم متعدي کيږي لکه چې په حديث شريف کې راغلي )الايمان ان تؤمن بالله الحديث( چې په دې صورت کې د اعتراف معنى لره متضمن دى او له هغه څخه په اقرار او اعتراف سره تعبير کيږي چې د تؤمن بالله معنى دا دی چې ايمان عبارت دى له دې چې اقرار او اعتراف وکړي په الله تعالى باندې چې موجود واحد او لاشريک ذات دى، او کله د ايمان اطلاق په وثوق باندې کيږي له دې سببه چې واثق د امن څښتن ګرځيدلى، پس د ايمان لومړى معنى لغوي حقيقي دى اما وروستنى معنى يې عرفي حقيقت دى چې عرفا د هغې اطلاق په واثق باندي کيږي ([4]).

په اصطلاح کې د ايمان معنى

ايمان په اصطلاح کې له يقين او باورکولو څخه عبارت دى په هغو شيانو چې په هغو باندې د رسول الله صلى الله عليه وسلم اتيان او راتګ ضرورتاً (څرګند او ښکاره) معلوم شوى وي، پس هغه شيان چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغو باندې تفصيلا اتيان کړی وي نو په هغو باندې بايد تصديق هم تفصيلاً وي او هغه شيان چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغو باندي اجمالاً اتيان کړی وي په هغو باندې اجمالاً تصديق او يقين ضروري دى.

هر شی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم راوړي وي په هر کيفيت او کميت سره چې وي په هغه باندې دې يقين وشي او د هغه تصديق دې وشي، د شرع په اصطلاح کې عبارت دى له دې چې د ټول (ماجاء به النبي صلی الله عليه وسلم) دې تصديق وشي او د هيچا په زړه کې دې شک او تردد پيدا نشي د شرع په اصطلاح کې مصدق مؤمن ګڼل کيږي چې دا د جمهورو محققينو مذهب دى.

څرنګه چې مخکې واضح شوه چې ايمان له امن څخه ماخوذ دى او اصلي معنى يي اذعان ، باورکول او د مخبر د حکم قبلول دي که چيرته لام ته متعدي وي نو بيا هم عين همدا معنى لري، که چيرته باء ته متعدي وي نو بيا يې معنى باورکول او د مخبر د حکم منل او قبلول دي سره له اقراره او اعترافه په هغه باندې، د (امن به ) حقيقت د دری ګونو معناګانو په اعتبار دا ډول تشريح شوى :

(١) د ايمان مصدري معنى مطلقا په امن ګرځول دي که له تکذيب څخه وي اوکه له بل شي څخه وي.

(٢) په هغه صورت کې چې لام ته متعدي وي نو معنى يې امن ګرځول دي خاص له تکذيب څخه .

(٣) او کله چې باء ته متعدي وي نو معنى يې له تکذيب نه په امن ګرځول دي سره له اقراره او اعترافه، په شرع کې کله چې لام ته متعدي وي نو معنى يې باورکول دي په ما جاء به النبي صلی الله عليه وسلم او که چيرته باء ته متعدي وي نو باورکول دي په ما جاء به النبي صلی الله عليه وسلم سره له اقراره او اعترافه، چې د همدې اذعان او باورکولو په واسطه يې جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم له تکذيب څخه محفوظ کړلو ([5]).

يوازې په ژبه د کلمه په ويلو څوک مسلمانيدى شي

پوښتنه : آيا د معنی او مطلب له پيژندلو پرته يواځې په ژبه په کلمه وئيلو څوک مسلمانيدی شي او که نه؟

ځواب : نه ! يواځې په دې نشي مسلمانيدی، بلکه د معنی پيژندل، په زړه سره يقين کول او په ژبه اقرار کول ضروري دي ([6]).

([1]) فتاوى عثماني، ١ : ٧٢، بحواله : مشکوة المصابيح، باب حفظ اللسان والغيبة والشتم، ج : ٢، ص : ٤١١، رقم الحديث : ٤٨١٤، جامع الترمذي، ج : ٢، ص : ٨٨.

([2]) الشعراء، آية : ۱۱۰.

([3]) تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۴۰۶.

په حضرت نوح عليه السلام باندې غريبو خلکو ايمان راوړی وه او تل په هر کار کې همدوی پيش قدمي کړې، ځکه چې د حق په لار کې مانع جاه، حشم او دنيا دی او دا له هغوی سره نه وه، فتح المنان، ج : ۳، ص : ۲۵۶.

([4]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، بحواله : روح المعاني، ج :١، ص : ١١٠.

([5]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل.

([6]) تعليم الاسلام، دويمه برخه، ص : ٣.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button