د هېواد د ختيځ امنيت بيا په خرابيدو دی fateh1مارچ 26, 20160 170 « سرمقاله » له درېو مياشتو را په دېخوا د هېواد د ختيځ د خراب امنيت راپورونه ورکول کېږي ، چې کله دولتي ځواکونه يو څه عمليات وکړي ؛ دفاع وزارت په ننګراهار کې د مخالفو وسله والو او په ځانګړي ډول د داعش د وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړي. په تېرو درېو مياشتو کې دوه ځلې د ختېځ د خراب امنيت ، چې د شينوارو اوسيدونکي خپلو کورونو پريښودو ته مجبور کړل شول؛ خبر ورکول کېږي . هسي خو د هېواد په ټولو ولايتونو کې امنيت خراب دی ، رسنۍ د هغه ولايت امنيت خراب ياد کړی ، چې نور پکې ژوند ګران او نوروسيموته اوسيدونکي په کډه شي. په ننګرهار کې ، چې د داعش د راډيو د فعاليت راپورونه ورکړل شوي پوره يوه مياشت ، دفاع ، کلتور او مخابراتو وزارت نشو کولای ، چې له کومه ځايه يې فعاليت په فيزيکي ډول او يايې فرينکوسۍ وربندې کړې. چا به ويل د اچين ولسوالۍ له غرنۍ او چا به ويل د ننګرهار له هوايي ډګره ، چې امريکايان پکې شتون لري؛ نشرات کوي. مياشت وروسته دفاع وزارت اعلان وکړ ، چې راډيو يې بمبار کړل شوه. اوس دا دی بيا د داعش د راډيو د فعاليت او په کونړ کې يې د ۱۸۵ کورنيو د شتون خبر ورکړل شو ، چې په ننګرهار کې د داعش د راډيو فعاليت او د کونړ په سرکاڼو کې يې د ۱۸۵ کورنيو اوسيد نه د دولت امنيتي ځواکونو لپاره يوبل سوال راولاړوي ، چې نه خو دولت د ننګرهار د اچين په ولسوالۍ او نه دکونړ په سرکاڼو کې کنترول لري ، داسې بريښې ، چې دا يادې سيمې د حکومت له کنتروله وتلي دي. ددې سيمو اوسيدونکي به بيا له خپلو کورونو کډې کوي، بيا به يې پرکورونو د کونډو او پېغلو د د نښو (معلومولو) بېلابېلې جنډې درول کېږي، بيا به ددې ولس مشران په شخصي زندانو کې اچول کېږي او له کورونو به يې مالونه لوټ کېږي. که د دولتي ځواکونو د کمزوري او د دفاع ، کورنيو وزارتونو او ملي امنيت دا بې کفايتي وي ؛ نو په ختيځ کې به خراب امنيت لاپسې خراب شي. که تېرکال خو طالبانو د داعش ډله د ننګرهار د چپرهار ، هسکې مينې او اچين شينوارو څخه په جګړه و ايستل بيا به دفاع وزارت طالبانو ته انتظار باسي ، چې جګړه ورسره وکړي؟ خدای مکړه که په ختيځ کې بيا داعش امنيت خراب او پر ولسي وګړو يې حکمراني پېل کړه ؛ ولس پرې ځانونه وژني ، چې داعش به يې د عراق د رمادي ښار په څير نارينه وژني او ښځې به يې د وينځو په نامه له زروڅخه تردرې زرو ډالرو پورې په عربي هېوادونو کې په ازاد بازارکې پلوري ، چې دا حالت هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی. Share this: Share on Facebook (Opens in new window) Facebook Share on X (Opens in new window) X لینک کاپی کړه URL Copied fateh1مارچ 26, 20160 170 شریکول Facebook X Tumblr WhatsApp Telegram Viber Share via Email Print