ولس د جنګي مجرمانو سره سوله نه  ؛ محاکمه غواړي!

« سرليکنه »

د ملګرو ملتونو نړيوالې محکمې د سر بيا يو پخوانی جنرال کارا جيچ  په دې محاکمه کې ، چې په بوسنيا کې د ده  په امر  امنيتي پوځونو تر ۸۰۰۰ زرو  پورې ولسي وګړي وژلي دي؛ د ملګرو ملتونو محکمې يادونه کړې ده ، چې په بوسنيا کې له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵ م  پورې جګړې روانې وې او نږدې سل زره ملکي او نظامي وګړي پکې وژل  شوي ، چې کارا جيچ  پر ده لګول شوي تورونه ردوي ، وايې:  په جګړه کې يې يوازي نظاميان په نخښه کړي دي او دامنل شوې خبره ده ، چې په جنګ کې مړي کېږي .

د ملګرو ملتونو لخوا ، چې د جنګي مجرم په نامه د ۸ زرو انسانانو په تور کاراجيچ ۴۰ کاله په بند محکومېږي ؛ نو په افغانستان کې به  جنګي مجرمين د امنيتي اوعادلانه  محکمې په دايريدو سره  په څوکاله بند محکوم شي؟

عمري بند به ورته اعلان شي، او که د اعدام حکم به پرې صادر شي؟

امريکا د عراق وژل شوی ولسمشر په دې اعدام کړ ، چې د کردستان د ازادۍ غوښتونکو ۵۰۰۰ تنه يې په حلبچه کې وژلي وو ، چې د صدام پلويانو د حلبچي په وژنو کې د امريکا لاس لرل تائيد کړل ؛ خو بيا هم صدام د کردانو او يوشمېر نورو کسانو په وژنو اعدام کړل شو.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او دهاګ محکمه  يا خو ويده ده او يايې ځان ويده کړی دی ، چې د افغانستان ټول ولس د جنګي مجرمينو محاکمه غواړي ؛ خو ولسمشر اشرف غني ورته د سولې په نامه په ډکه خوله خاندي.

موږ د يوشمېر د نظرخاوندانو دا خبره منو وايي: که په افغانستان کې د جنګي مجرميو محاکمه پيل شي ؛ نو د حکومت ټول لوړ او ټيټ  پو ستونه به خالي شي ، چې د حکومتدارۍ لپاره به په حکومت کې څوک پاتې نشي.

د کمونستي دورې نظاميان ، خاديان ، ګونديان … خو به يوهم پاتې نه شي. همدارنګه د جهاد په نامه د سپېڅلو پاکو او سرښندونکو مجاهدينو  په ليکو کې يو شمېر هغه ټوپکمار او داړمار خو د بښنې وړ نه دي ، اوس فکر په دې پکار دی ، چې که ياد کسان محاکمه نشي ؛ نو بيا خوهېڅ وخت په افغانستان کې د قانون عملي کولو سوچ نشي کيدای.

که اشرف غني د هغو کسانو سره ، چې د کابل ښار يې  په کنډوالو بدل کړی او تر ۴۰ زرو پورې بې ګناه ښځې ماشومان او عمر خوړليو اشخاصو يې د اقتدار  په  ليونتوب په بې سره ووژل سوله وکړي  آيا دا حکومت به حکومت وي؟

دا به د اساسي قانون عملي کول وي ، که د اساسي قانون څخه به سرغړونه وي؟

دا به د شهيدانو سپکاوی وي اوکه په هېوادکې سوله راوستل؟

د داډول اشخاصو پاتې کيدل به حکومت کې چې لاسونه يې ترڅنګلو پورې د مظلومو افغانانو په وينو سره وي هېڅ  وخت ورته د افغانانو حکومت نشي ويل کيدای.

ټول ولس سوله غواړي، د جګړو توان نور نلری؛ خو د سولې له واکمن نه د دښمنانو محاکمه غواړي نه د جنګي جنايتکارانو سره سوله.

سوله د هغه چاسره پکارده ،چې هغه د خپل مقدس دين ، پاکې خاورې او د مظلوم ولس د هېواد او ارمانونو په هدف پرديو يرغلګرو ته سېنې سپرکړي وي!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button