د نوي ميلادي کال په را ديره کيدو سره په ترکيه کې امنيتي وضعه ورځ په ورځ د خرابيدو په لرې روانه ده ، چې په ترکيه کې تر ۲۰۱۵ پورې دومره چاودنې نه دي شوي ، لکه په تېرو درې مياشتو کې ، چې وشوې.
د ترکيې يوازې موجوده حکومت نه؛ بلکې دکلونو راپه دې پخوا د عراق په څېر کردي وګړي ځان ته د يو آزاد کردستان غوښتونکي دي ، چې د وخت هر حکومت ورسره لاس او ګريوان وي.
له درېو مياشتو را دېخوا په ترکيه کې تر وريستې پېښې دومره زياتې شوي ، چې د ولسمشر اردوګان حکومت يې په امنيتي لحاظ د سوال لاندې را وستی دی او خپله پرې د اردوګان د حکومت پلويان او چارواکي اعتراف کوي ؛ خو ورسره وايي ، چې په ټول توان به د روانو نا امنيو مخه د قانون په پلي کولو سره نيسي.
د ترکيې دروانې وضعې په اړه د ترکيې له کورنۍ او بهرنۍ پالېسۍ باخبره سياستوال وايي ، چې د ترکيې د اردوګان په مشرۍ موجوده حکومت کورنۍ ستونزې او نيمګړتياوې لري ، چې په استانبول او انقره کې پرلپسې چاودنې او تروريستي بريدونه د همدې نيمګړتياوو نتيجه ده.
که څه هم ولسمشر اردوګان د خپلو پلويانوپه ډاډ خپل حکومت غښتلی بولي ؛ خو بياهم کمزوري پکې شته ، چې د پر لپسې چاودنو مخه نه نيول کېږي .
که لږ څه دترکيې سياسي لورې ته وګورو ؛ نو په نړيواله کچه د ترکيې بهرنۍ پاليسي ناسمه او د ترکيې د ولس درايو پرخلاف روانه ده ، دترکيې ولس په خپل هېواد کې د امن اوحکومت د کاميابيو لپاره رايه ورکړه؛ خو حکومت دکمزورۍ او ناکامۍ په لورې راون دی.
زموږ په اند دترکيې دموجوده حکومت په وړاندې نا امني به دا سبب هم وي ، چې د سوريې په اړه يې پاليسۍ کې ستونزې نشته او ناسمه پاليسي يې د سولې په باب خپله کړې ده.
دترکيې واکمن حکومت چې مشري يې رجب طيب اردوګان کوي د اروپايي ټولنې سره د ناټو په تړون کې ځان شاملول به خپل مجبوريت ګڼي ؛ د ترکيې حکومت په دې مجبور نه و، چې د امريکا، اروپايي ټولنې نظر دې د سوريې په اړه پر ځان لازمي کړي.
که ترکيې د سوريې حکومت بشارالاسد پر خلاف د اروپا سره غږ نه وای بدرګه کړی په سوريه کې يې د ياغيانو ، چې اروپا ته ژمن وي د کړنو پلوي يې نه وای کړې ؛ د ترکيې حکومت به سوريايي کډوالو د ورمات بهير او اقتصادي ستونزو سره نه وای مخ شوي.
څومره ، چې د ترکيې حکومت په پرلپسې تروريستي پېښو کمزوری کېږي هومره يې مخالف لوري او په ځانګړې توګه له کردانو جوړ د pkk ګوند ، داعش ، تاک ، دکردي شاهينانو ګوند ( کاـ ج کا)، د خلکو ازادونکی ګوند او نورې مخالفې ډلې ځواکمنې کيږي.
د ترکيې حکومت د داعش ځينې غړي ونيول ، د جمهوريت ورځپاڼې عمومي مدير او نشراتي مدير يې محاکمې ته وړاندې کړ، ژورناليستان يې له ګواښ سره مخ کړل ؛ خو ګرانه ده تر څو ، چې د ترکيې واکمن اردوګان بهرنۍ پاليسي نه وي سمه کړې د اروپايي هېوادونو د تړون او همکاريو پر ځای د ولس ګټې په نظرکې نه وي؛ نو روانه وضعه به يې په ناڅرګند لورې روانه وي.