افغانان بې ځالې مارغان/ کابل غږ

افغانانو د خپلې خاورې او ټاټوبي د ساتلو ، دفاع او له پر ديو يرغلګرو څخه د ژغورنې لپاره تر هر هېواد او هر ولس زياتې قربانۍ ورکړي دي.

 که په تعليمي برخه کې يې غربي ډنډورچيان په خپلو رسنيو کې بې علمه بولي دا هم د همدې غربي هېوادونو د لاسوهنو او يرغلونو نتيجه ده.

روسانو ، چې پر افغانستان يرغل وکړ افغانان يې د کمونيستو تورمخو په وسيله له خپلو کورنو او خپلو ځالو بې ځالې کړل ، په دې کې هم ورسره د غرب سلا مشوره وه .

دا ، چې وروسته په ساړه جګړه کې د افغانستان په جغرافيايي موقعيت د منځنۍ اسيا لپاره دلاسوهنو په غرض وران شول دا بيله موضوع ده ؛ خو افغانان پيرنګي، روسي، او اوس امريکا د ناټو لنډغرو په ملتيا بې ځالې کړل.

که په نړيواله کچه اوس د مصر الاظهر پوهنتون يادېږي ؛ نو بلخ يواځې ام البلاد نه ؛ بلکې ام العلم هم يادېږي او دی.

 که پيرنګي وايي او دعوه کوي ، چې لومړۍ ضط ليکونکې ميرمن جون ملهام وه ؛ خو د برټش په موزيم کې ټولې خطي نسخې چې لرغوني يادېږي د افغانانو دي د همدې افغانانو چې د بې ځالې مرغانو په څېر وخت تېروي.

 که اوس د روسيې وګړي دعوه کوي چې د نړۍ په کچه تر ټولو زيات لوستونکي د روسيي اذوستيا اخبارلري ، که يرغلګرو اولاسوهونکو افغان دښمنه هېوادونو افغان په خپل حال پريښې وای ؛ نو نړيوال شهرت به سراج الاخبار او شمس النهار ترلاسه کړی وای.

غربيان چې د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه داسيا د نيولو اراده لري د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره په هېوادونو کې د دولت او ولس دواړو سره دوه مخې پاليسۍ ساتي د دولت د واکمنو سره د ښاپيرک مارغه په څېر هګۍ اچوي او پر خلاف يې د ولس د نارضيانو مخالفينو سره په غاښونو شخوند وهي اوبچي زيږوي ؛ ځکه خو د غرب او اروپايي ټولنې او افغان دښمنه هېوادونو د پاليسو له امله افغان په خپل شته هېواد کې بهرنيو هېوادونو کې د بې ځالې مرغانو پر څيرشپې سبا کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button