کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بامیان ولایت د پوځي څارنوالۍ رئیس سردار جوانی د طالبانو له لورې په یوه ناڅاپي برید کې وژل شوی دی.
طالبان وايي، چې نن ماسپښین مهال د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ اړوند د چوبکي کلي ته څېرمه د بامیان ولایت د پوځي څارنوالۍ د رئیس سردار جواني د موټرو پر قطار د دوی د جنګیالیو له لورې یو ناڅاپي برید ترسره شو، چې د ۵ ساتونکو په ګډون نوموړی هم ووژل شو.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې همدا راز ادعا کړې ده، چې په دغه برید کې ۱ تانګ، ۱عراده رېنجر موټر هم له منځه تللي دي.
ویل کیږي، چې سرادر جوانی د خپلو ساتونکو سره د بلخ ولایت په لور روان وو، چې د سمنګان ولایت په دره صوف پائین سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې راغی.
د یادولو ده، چې سردار جوانی د ملي یووالي حکومت له لورې د بامیان ولایت څخه دایکندي ولایت ته تازه تبدیل او په دنده ګمارل شوی وو.


















