تبصره : کریم خوږیاڼی
دوه اونۍ مخکې د سترې محکمې د رییس سید یوسف حلیم پلار د نامعلومه کسانو لخوا وتښتول شو، چې تېره ورځ بېرته په مبهم ډول خوشې کړای شو.
په افغانستان کې د خلکو تښتول یو معمول جوړ شوی دا یو لوی بحث دی چې دلته پرې نشو غږیدلای، خو را به شو سترې محکمې او په دغه محکمه کې د قاضیانو او نورو کارمندانو حالت ته، چې په افغانستان کې نن سبا د دوی حالت تر کوم ځایه رسیدلی دی، د دې مقالې په پای کې به دا مقاله پخپله د حال په ژبه ووایی چې څه کرې هغه به رېبې.
ټول ملت بلکې ټول نړیوال په دی شاهد دي چی د افغانستان فعلي حکومت تر ټولو حکومتونو فاسد ترین حکومت دی، نور اُرګانونه به ېې پرېږدو یواځې د سترې محکمې په اړه به نن د زړه خواله سره وکړو او دا به هم واضحه کړو چې دا محضی تبلیغات ندي بلکې ملت پری شاهد دی او هغه خلک پرې ګواه دي چې هغوی په محاکمو کې خپلې دوسیې پر مخ بیایي.
قاضیان دومره په رشوت خورۍ او اختلاس کې غرق دي، چې نور نو د رشوت اخېستنې لپاره پټ پټونی پای ته رسېدلی او په ښکاره ډول د رشوت اخیستنه ترسره کېږی، او قضیه یواځې همغه څوک ګټلای شي چی سرمایه دار او زورور وي، ځینې په اصطلاح هغه تقوا دار! قاضیان بیا وایي چې مونږ خو د حقدار خواته فیصله کوو او خو پیسې هم له همغه چا نه اخلو چې هم په حقه وي او هم مو د همغه خواته فیصله کړي وي یعنې د شیرینۍ په حیث نه د رشوت په حیث.
په دې وروستیو کې ډیرې داسې قاضیان چې نور په رشوت اخیستنې کې بیخي بربڼد شوي وو د حکومت لخوا مجازات! شول او مجازات یې یواځې دا و چی له با امنه ولایتونو څخه نا امنه ولایتونو ته تبدیل کړای شول، لکه هلمند او داسې نور، دا په داسې حال کې ده چې د اشرف غني د حکومت په راتلو سره د قاضیانو په معاشاتو کې بې دریغه زیاتوالی راوستل شو او د یوه ادنی قاضی معاش یې ۱۰۰۰۰۰ سل زره افغانیو ته لوړ کړ دا د دې په خاطر چې رشوت اخېستنې ته یې نور ضرورت پیدا نشي، خو پر ځای د دې چې رشوت اخیسته کې کم تر کمه کمی راشي برعکس نور هم پکې زیاتوالی راغلی دی، نو ځکه ځېنې خلک مجبورول کېږي چی که قاضیانو ته څه نشي ویلای نو د کورنۍ نور غړي یې یرغمال کوی او په مقابل کې د قاضی نه دومره پیسې غواړي چی څومره یې د خلکو نه اخیستي وي دا هغه پیسې دي چې د مظلومو خلکو څخه اخیستل شوي وي هغوی د خوګ ګوتې نه نیول شوې وي او مجبورا دغه پیسې قاضی صاحبانو ته ورکول شوي وي.
د اشرف غني حکومت چې یو علماني او د یموکرات حکومت دی او ورو ورو په دې هڅه کې هم دی چی په تدریجی ډول په محاکمو کې ملایان لرې کړي او پر ځای یې سیکولر کسان د هغوی ځای ناستي وګرځوي، هڅه کوي چی ملاډوله قاضیانو ته د فساد، رشوت خورۍ او اختلاس زمینې هم برابرې کړي څو یې په لومه کې راګیر کړي، لومړی یې بدنام کړي او بیا یې له صحنې لیرې کړي، او ملت او نړیوالو ته په ډاګه کړي چی ملایان مفسد خلک دي نو ځکه باید چې له محاکمو نه لری کړای شي، چې ښه بیلګه یې د قاضي القضاة مولوي فضل هادي شینواري لرې کیدل وو او پر ځای یې د سید یوسف حلیم راوستل دي.
نو سید یوسف حلیم خو هسی هم یو دموکرات قاضی دی او فساد، رشوت او اختلاس خو هغه ته د یو وار نصوارو اچول ښکاري نو ځکه یې داسی څه وکرل چی اوس به یې ریبي په دی معنی چی همغه پیسې به یې پرې ورشمارلي وی چی له خلکو نه یې په نامشروع ډول ترلاسه کړي دي.


















