د تېر ولسمشر حامد کرزي په دوره کې به ولسي قومي مشروانو، نظامي چارواکو او سياسي ګوندونو مشرانو دا نيوکې کولې چې، موجوده اداره د فساد په دايره کې راګير ده او په جګړه کې تر دومره حده ګير ده، چې د امن، اقتصادي پياوړتيا او سولې په اړه ګام هم نشي اخيستی.
حامد کرزي په خپله چالاکۍ او تجربه د هرې کورنۍ او بهرنۍ نيوکې ځواب په يوه معقول دليل سره ورکاوه، چې په دې ځوابونو او پر ګاونډيانو نيوکو يې د عام ولس پام د دولتي ادارو نيمګړتياوو خوا او لور ته اړولی وو. ځکه به يې پاکستان او طالبانو ته په وروولۍ غږ کاوه او ځکه به يې په لوړ اواز پرې د قبلې د څرګندولو او پاليسۍ د روښانولو اختار ورکاوه، هغه وخت پدې يوه شمېر سياستوالو انتقادونه کول، ما هغه وخت هم حامد کرزی د يو سياسي نظر خاوند باله، اوس يې هم بلم، چې د انتقالي دورې په شمول يې دوه دورې په سور اور کې حکومت وکړ، د کرزي د دورې پای ته رسېدو سره سم د امريکا او ناټو ماموريت هم د پنټاګون په وينا پای ته ورسېد، د انتخاباتو د انجړې مشوړې د سر د خلاصون وروسته چې په افغانستان کې د ملي يووالي په نامه حکومت جوړ شو، که څه هم دواړو خواو يو بل ته تن نه ورکاوه، خو چې جانکيري ورته خبره غوټه کړه، دواړو خواوو پرې سرونه وخوځول.
طالبانو له څنګه يې چې د حامد کرزي په دوره کې د جګړې لار نيولې وه او اوس يې هم هماغه دريځ دی، موږ نه پوهېږو چې طالبانو دومره سخت دريځ نيولو کې به زموږ برخليک څه ډول شي، د پښتو متل چې وينه په وينه نه پاکېږي، او هم جنګ په جنګ پای ته نه رسېږي. که په طالبانو کې د جنګ نيمايي برخه هم سولې خواته مايله وي، ګوندې د جګړې ځای سولې نيولی وای!
د نوي ولسمشر اشرف غني د کمپاين شعار دا وو، چې سولې ته به لومړيتوب ورکوم، تر هر څه لومړی سوله ده، چې د هېواد ټولې چارې ورپورې تړلي دي، خو اشرف غني چې کومې وعدې د کمپاين په غونډو کې د افغان ولس سره کړې وې، يا خو يې وس نشته او يا خو يې ورسره د پرې ياران ملګرتيا نه کوي او يا دا چې، ډاکټر عبدالله يې د کمزورتياوو په پراختيا خپلې واکمنۍ ته لاره هواروي.
له اشرف غني څخه که موږ هر څو په پښتونولۍ ملاتړ وکړو، ځای نه نيسي، هغه په دې دليل چې د خپلو نيمګړتياوو د کار اهل کار ته سپارلو مخه يې نيول کېږي.
اوس چې ډاکټر عبد الله ته د ملګرو ملتونو کې غونډې ته د افغانستان په نمايندګۍ د ګډون لارښونه ورته کړې او د دسمبر په ۸۲ جوړېدونکې غونډه کې به برخه اخلي، له يوې خوا اشرف غني د ملي يووالي د حکومت شعار په کار بدلوي او له بلې خوا په افغانستان کې نور حالات د کنټرول څخه بهر شوي دي، په سږني کال کې د شوې سروې له مخې له شلو زرو زياتو افغانانو د اروپايي هېوادو په لور مخه کړې ده، يوازې ۲۳ خبريالان له هېواده وتښتېدل.
که څه هم د دفاع وزارت د افغان پوځ پياوړتيا ته په اشاره وايي: چې د خپلې خاورې د دفاع توان لري، خو بيا هم له امريکا څخه د هوايي قوې، توپچي، کشف، استخباراتو، مخابروي سستم د پياوړتيا او پوځي تجهيزاتو غوښتنه کوي، چې په مقابل په افغانستان کې د پوځونو قمندان جنرال کمبل د امريکا څارګرې ادارې د مسؤول جنرال ساپلو په حواله وايي، چې افغانستان ته په زياته اندازه پوځي تجهيزاتو څخه يو څه پلورل شوي، معنا دا چې په موجوده اداره د بهرنيانو باور هم له منځه ولاړ؛ ځکه خو د ناامنيو او په افغانستان کې د طالبانو د جګړو د پراختيا له امله د کندز، بادغيس او بدخشان څخه په زرګونه افغانان له هېواد بهر روان دي، موږ به تر څو دې روان ناورين ته لاس تر زنې ناست يو، راځئ! په يوه اتفاق طالبانو سره د مذاکراتو په بيا پيل کېدو د هېواد د سلامتيا او ځورېدلي ولس د خوندي او هوسا ژوند لپاره د امن او سولې زمينه برابره کړو.
تر څو به افغان ولس د بهرنيو او کورنيو تپل شويو جګړو په اور کې سوځي.
د دې ملي يووالي د حکومت او ولس لپاره يو څه کول پکار دي، د هېواد د بدامنيو کښتۍ په ډوبېدو سره موږ هم په درياب کې ډوبېږو، که موږ د ملي يووالي د زوال پر ګړنګ ولاړ دولت ته د ژغورنې لار مونده نه کړو، موږ هم له ګرنګه لوېږو! دا د هېواد د علماء وو، سياستوالو، قومي مشرانو او سياسي تجربه لرونکو اشخاصو دنده او فريضه ده، چې د دولت او طالبانو تر منځ د سولې کولو لپاره لار هواره کړي، تر څو چې افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي، پردي يې هيڅ وخت په جوړولو کې مرسته نه کوي، دا د ګرنګ پر سر ولاړ حکومت به افغانان له نسکورېدو ساتي، چې افغانان خپلو کې سره جوړ او سوله تأمين شي، پردي جګړه مار به خپله له هېواده پښې سپکې کړي.















