سه شنبه, مارچ 10, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کفر په تيارو کې د اسلام خپرېدونکې روښنايي

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 18, 2015
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لومړۍ برخه

د ختيځ پوهانو (مستشرقينو، د تعصبي او دروغجنو ليکنو، دروغجنو صليبي پروپاګندو او تبليغاتو، د بې علمه او جاهلو تش په نامه پوهانو او علماؤو له امله نامسلمان، سيکولر او ماډرن تش په نامه مسلمان پوهان ټول په دې نظر دي، چې اسلام د تورې په زور خپور شوی دی.

دا هم ولولئ

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

د ګردي کڅ نزاکت خان

د كبر او كبرجن منطق

خو تاريخي او اوسني حقائق بلکل د دې خلاف دي، اسلام د خپل حقاني او فطري پيغام او پاکۍ په سبب او برکت خپور شوی دی.

په قرآن کريم کې الله ج په څرګنده فرمايلي دي:

(لا إكراه في الدين قد تبين الرشد من الغي فمن يكفر بالطاغوت ويؤمن بالله بعد استمسك بالعروة الوثقى لا انفصام لها والله سميع عليم)البقرة   256

ژباړه: ( د دين په چارو کې څه زور او مجبورول نشته، سمه خبره له غلطو مفکورو څخه جلا کړای شوې ده، اوس چې څوک له کوم طاغوت نه منکر شي او په الله ج باندې ايمان راوړي، هغه يوه داسې کلکه اسره ونيوله، چې هيڅکله ماتېدونکې نه ده او الله ج ؛ چې کلکه هغه خپله اسره نيولې؛ د هر څه اورېدونکی او پر هر څه پوهېدونکی دی.)

او همدارنګه الله ج بل ځای فرمايي: ( وقل الحق من ربكم فمن شاء  فليؤمن ومن شاء فليكفر إنا أعتدنا للظلمين نارا أحاط بهم سرادقها وإن يستغيثوا يغاثوا بماء كالمهل يشوى الوجوه بئس الشراب وساءت مرتفقا) الكهف 29

ژباړه: په ډاګه ووايه! چې دغه حق دی، ستاسې د رب له لوري، اوس که د چا زړه غواړي ودې مني او که د چا زړه غواړي منکر دې شي، موږ د انکار کوونکو ظالمانو لپاره داسې يو اور تيار کړی دی، چې د هغه پردو هغوی ايسار کړي دي، هلته که هغوی اوبه وغواړي نو پداسې اوبو سره به د هغو غوښتنه وپالل شي، چې د تېلو د ځوښا غوندې به وي او د هغو مخونه به وريت کړي، ډېر ناکاره څښاک او ډېر ناوړه استوګنځای.

بل ځای بيا هم الله ج فرمايي: (وإن أحد من المشركين استجارك فأجره حتى يسمع كلم الله ثم أبلغه مأمنه وذلك بأنهم قوم لايعلمون) التوبة 6

ژباړه: او که له مشرکانو نه کوم څوک په پناه غوښتلو تا ته راشي، څو چې د الله ج کلام واوري، نو هغه ته پناه ورکړه! تر دې پورې چې د الله ج کلام واوري، بيا هغه د هغه د امن تر ځايه ورسوه! دا د دې لپاره بايد وشي، چې دوی علم نه لري.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سيرت او مبارک ژوند کې هم هيڅ داسې پېښه نه ده شوې، چې چا ته ويل شوي وي، چې د تورې په زور اسلام قبول کړئ!.

د خیبر په غزا کې کله چې نبي عليه السلام حضرت علي رضی الله عنه ته بيرغ ورکولو، نو دا يې هم ورته وفرمايل: که ستا په لاس الله ج يو سړي ته هدايت وکړي، نو دا ستا لپاره له سرو اوښانو څخه غوره ده، او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: لومړی هغو اسلام ته راوبوله!

کله چې نبي عليه السلام حضرت ابو موسی الاشعري او حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنهم يمن ته استول، نو ورته ويې فرمايل: نرمي کوئ! سختي مه کوئ! خلک خوشالوئ! کرکه او نفرت مه پيدا کوئ!.

د مکې مکرمې د فتحې په وخت کې هيڅ کافران د اسلام راوړلو ته مجبور نه کړای شول، بلکې ټول پخپله خوښه مسلمانان شول، صفوان بن آميړ د اسلام راوړلو لپاره دوه مياشتې وخت وغوښتلو، رسول الله ص ورته څلور مياشتې وخت ورکړ.

په امريکا، اروپا او نورو نامسلمانو هېوادونو کې چې اوس اوس په لکونو خلک ايمان راوړي، آيا چا پرې جبر کړی؟  کوم مسلمان فاتح پرې بريد کړی؟ يا بل کوم زور او فشار پرې استعمال شوی؟

په اندونيزيا او ماليزيا باندې کوم مسلمان فاتح حمله او بريد کړی دی؟ د قفقاز مسلمانان کومې تورې او جنرال مسلمانان کړي دي؟ مغل او تاتاريان چې په خپل وخت کې لو ځواک او سوپر پاور وو چا مسلمانان کړل؟ افريقايي بربري قوم چا د اسلام لمنې ته راوستلو؟

په توره خاورې، هېوادونه او ملکونه فتح کېږي خو زړونه په توره نه فتح کېږي.

که په توره کېدای نو افغانان به د فرنګي، روسيې او امريکايي استعمار او يرغل په وخت کې تول کافران شوي او د پرديو په دين شوي به وای.

په اوسني وخت کې چې په نړۍ کې د صليب واکمني ده، د هغوی سره ټول مادي طاقت، رسنۍ، تبليغات، پوځي ځواکونه او پرېمانه مال او دولت شته، او هر ډول کوښښ کوي، چې د اسلام مخه ونيسي، خو په ټوله نړۍ کې د نوي مسلمان شويو کسانو شمېر د نورو ټولو مذهبونو په نسبت زيات دی، کوم کار او فعاليت چې د نورو مذهبونو او اديانو لپاره کېږي، که د هغې څوومه برخه د اسلام لپاره وشي، کوم زور او قوت چې د اسلام په خلاف استعمالېږي، که د هغې څومه برخه د اسلام په ګټه استعمال شي، نو دا بلکل يقيني او باوري خبره ده، چې نور ټول مذاهب او اديان به ختم او اسلام به يوازېنی دين پاتې شي.

د اسلام په خلاف اوس په ټوله نړۍ کې له هر ډول زور او ځواک څخه کار اخيستل کېږي، خو ورځ په ورځ د مسلمانانو شمېر او تعداد ورسره زياتېږي، خپله د صليبيانو په کورونو او هېوادونو کې د اسلام رڼا په تېزۍ سره خپرېږي.

نور بيا…

 

مخکینې مطلب

دفاع وزارت له امريکا څخه طالبانو ته وسلې غواړي!

بل مطلب

آیا د زوال پر ګړنګ ولاړ دولت ته د ژغورنې لار موندلی شو؟‎

ځانګړي مطالب

مقالې

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
مقالې

د ګردي کڅ نزاکت خان

نشرونکی: ح جلال
فبروري 28, 2026
مقالې

د كبر او كبرجن منطق

نشرونکی: ح جلال
فبروري 28, 2026
مقالې

تړلی ووهه چې ازاد ووېرېږي/ د امريکا- ايران جګړه د دروازې تر خولې رسېدلې

نشرونکی: ح جلال
فبروري 21, 2026
مقالې

د اپسټین پټې دوسیې د امريکا د کانګرس پر مېز؛ سخت شرطونه او د لویو افشاګریو تمه

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

سپاه پاسداران: د جګړې پای به ایران ټاکي؛ هغه هېوادونه چې د امریکا او اسراییلو سفیران وباسي، د هرمز تنګي تګ راتګ ازادي به ولري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

نشرونکی: ح جلال
مارچ 10, 2026
0

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

عراقچي: روانه جګړه تحمیلي ده؛له امریکا سره خبرې نور زموږ په اجنډا کې نشته

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 10, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره د مذاکراتو هڅې پيل کړي

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د امریکا مرکزي قومانداني: د ایران په بریدونو کې یو بل ټپي شوی امریکايي پوځي مړ شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردوغان: ځینې هېوادونه هڅه کوي مسلمانان په خپلو کې وجنګوي

کابل د امریکا د ناسم توقیف تور رد کړ وايي د هېڅ هېواد اتباع د معاملې لپاره نه دي نیول شوي

محمد باقر قالیباف: ایران د اوربند په لټه کې نه دی

سپاه پاسدران: پر دښمن به د اورونو طوفان لا ګړندی شي

پاکستان کې د انرژۍ بحران؛ حکومت ښوونځي تړي او دولتي لګښتونه کموي

د هرمز تنګي ته ولې هرمز تنګی وايي؟ په اړه يې نور مهم معلومات ولولئ 

سپاه پاسداران: د جګړې پای به ایران ټاکي؛ هغه هېوادونه چې د امریکا او اسراییلو سفیران وباسي، د هرمز تنګي تګ راتګ ازادي به ولري

هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

ایران ټایمز: ټرمپ چې په نیویارک کې ښاروال نه شي ټاکلی، د ایران لپاره به څنګه مشر وټاکي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com