( سرمقاله )
وړمه ورځ د امرېکا د باندېنېو چارو وزیر جان کيري د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژېک مشارکت موافقې د موخو د تعقیب په خاطر افغانستان ته راغلی ؤ چې زمونږ د ملي ېووالي دحکومت واکمنو سره یې د لېدنې وروسته په ېوه مطبوعاتي غونډه کې وېنا وکړه، د جان کېري وېنا د هغه دپلان او اصولو سره برابره وه ځکه چې امرېکا په افغانستان کې کوم پلان او مامورېت لري او دوام ورکوي د هغې برابر خپل پلانونه پر مخ بېایي پدې غونډه کې دواړو خواو وېناوې وکړې چې په پای کې د یوې اعلامیې په سر خط کې لېکل شوي و (سوله دافغان دولت او ملت حیاتي اړتېا ده) دلته پدې جمله کې لږ څه سمون ته اړتېا شته او هغه دا چې سوله زمونږ د اولس او پوهه د دولت ېا د ملي ېو والي د حکومت حېاتي اړتېا ده.
دا غلطه خبره ده چې اولس او دولت دواړو ته سوله لېکل کېږي دومره توپیر باېد وشي چې د اولس ېا ملت او دولت تر منځ د بې پرې قضاوت له مخې لېکنه پکار ده ملت پوهه لري خو سوله ترې اخېستل شوېده اوسوله د ملت حېاتي اړتېا ده، دولت بېا پوهه او سوله دواړه نلري د ملت لپاره پوهه حېاتي اړتېا ده همدا د ملي یووالي بې واکه حکومت دی چې ملت یې پدې ناتمامه ناورین اخته کړی دی په ملت کې پوهه شته خو سوله نلري.
او پدې ملت دا حکومت چې کاملاً د پوهې سره لرې والی لري د جګړې په څېر پری تپل شوی دی زمونږ غېرتي او په اسلام سر ورکوونکی ملت هر څه لري خو سوله ترې اخېستل شوې ده.
د روانې مېاشتې په پېل کې سعودي حکومت لخوا په مدېنه منوره کې د شلو هېوادونو سکتوري نندارتون جوړ شوی ؤ، افغان مظلوم ملت چې کلونه کلونه جګړو ځپلی د علم او پوهی مرکزونه (ښوونځي) یې په جګړو کې کنډواله شوي دي بیا هم په دغو کلتوري سېالېو کې یې دوهم مقام ترلاسه کړ، افغان محصلینو او په مدېنه منورره کې د نندارتون ګډون کوونکو په لوړ وېاړ سره د افغان اولس شمله پورته کړه د همدې سعودي عربستان په جدې ښار کې د قرآن کریم د تلاوت سیالۍ کېده چې ېوه افغان ځوان ادریس هاشمي په حسن قرئت کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
په نړېواله کچه چې لس کاله د مخه د سوک وهنې سیالۍ کېده افغان لوبغاړي خوشحال قرېشي څلور کاله پرلپسې لومړی مقام خپل او د افغان غېرتي ملت شمله یې لوړه وساتله خو همدا دولت دی چې د پوهنې او سیاست له پلوه تل پاتې راغلی دی تر اوسه پورې د نظام چلونې او حکومتولۍوړتیا نلري ځکه خو په اداري مدېریت کې دومره پاتې شو چې د حکومت چولولو مشورې ورته له بهر نه ورکول کېږي باېد ووایو چې ملت سولې او دولت پوهې ته حیاتي اړتېا لري.

















