ملا اختر محمد منصور خپلو مخالفینو ته په خپل صف کې د یوځای کېدو بلنه ورکړه

کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴

تبصره: احمدالله مهاجر

د ملا محمد عمر اخند له وفات څخه وروسته د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بعضو کسانو مخالفت ښولی و چې وروسته اکثر راضي او له ده سره یې بیعت وکړ.

د ګوتو په شمار مخالفینو په اړه اوس هم ملا اختر محمد منصور ډ‌ېر نرم دريځ لري او غواړي بې له دې چې مشکل پیدا شي د حل لاره وموندل شي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخند له وفات څخه وروسته بعضو کسانو د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره پدې مخالفت کړی و چې ددوی رایه نده اخیستل شوې، او ملا اختر محمد منصور پر ځای یې د ملامحمد عمر اخند د ځوی مولوي یعقوب ملاتړ پداسې حال کې اعلان کړی و، چې ګمان کېده یعقوب به له نوي مشر سره مشکلات لري.

څو ورځې وړاندې د ملا محمد عمر اخند ځوی مولوي یعقوب او ورور ملا عبدالمنان د طالبانو د نوي مشر سره بیعت اعلان او هغو کسانو ته یې د بیعت کولو بلنه ورکړه چې د دوی د بیعت په نه کولو یې خپل بیعت ځنډولی وو.

د طالب جنګیالیو نوي مشر ملا اختر محمد منصور په خپل پیغام کې خپلو جنګیالیو ته ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي،  «دا د الله فضل دی چې د ملا محمد عمر اخند له وفات وروسته یې مونږ بیا هم د ځينو مشکلاتو او اختلافاتو وروسته متحد، په دریځ کلک او ځواکمن وساتلو.»

که څه هم ده د چا نوم نه دی اخیستی، خو د پیغام له متن څخه یې دا څرګندیږي چې له امارت څخه شړل شویو مخالفینو ته یې هم د یوځای کېدو بلنه ورکړې ده.

ملا منصور په پیغام کې ویلي دي: «راځئ هغه څوک چې ځينې ملاحظات زمونږ په مشري کې لري راسره یې دې شریک کړي، چې تر څو یې د حل لارې را وباسو.» او په دې خبره یې ټينګار کړی چې باید د تېر په څېر همېشه متحد او یو دریځه پاتې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button