د (او آی سي ) په غونډه کې د افغانستان د مسئلې کمرنګي

« سرليکنه »
د اسلامي هېوادونو د ګډې همکارۍ کنفرانس يا( o,I,c ) چې هر درې کاله پس د اسلامي هېوادونو پر پېښو او ستونزو بحث کوي د ترکيې په کوربتوب او مشرتوب سره جوړ شو.
په دې کنفرانس کې تر ۳۰ زياتو اسلامي هېوادونو استازو ګډون درلود ، اسلامي هېوادونو ته يې په ورپېښو ستونزو او په ځانګړې توګه د يمن او سوريې په اړه پکې تود بحث وشو.
دې غونډه کې دوو اسلامي هېوادونو ؛ ايران او سعودي عربستان مشرانو هم ګډون کړی و ، چې دا لومړی ځل دی د ايران او سعودي عربستان تر مخالفت وروسته د دوو مخالفو هېوادونو مشران په يوه غونډه کې په شريکه سره برخه اخلي.
په دې غونډه کې د ازادو مطبوعاتو په وينا څلور مادې د ايرن پر خلاف وې او د اسرائيلو ګټې پکې په نظرکې نيول شوې وې ؛ خو عربستان په دې غونډه کې د بحث کولو مخالفت وښود.
په دې غونډه کې د ايران روحاني مشر حسن روحاني او د سعودي عربستان پاچا سليمان په داسې حال کې ګډون وکړ ، چې د اسلامي کنفرانس هدف اسلامي هېوادونه له اختلافاتو د لرې کول او ترهګرۍ يا نورې ستونزې له منځه وړل دي ؛ خو د ايران او سعودي عربستان تر منځ اختلافات لا پر ځای پاتې دي .
په دغه غونډه کې تمه کيده چې په عراق او افغانستان کې به په روانو ستونزو هم بحث وشي ؛ خو د افغانستان موضوع پکې ډېره کمرنګې وه ؛ ځکه په نورو کنفرانسونو کې ، چې تېرو کلونو کې په جده کې هم د اسلامي هېوادونو په ستونزو بحث شوی و ، د افغانستان لخوا هېڅ يادونه نه وه شوې ، چې د اسلامي هېوادونو توجه ورته را واړول شي، په دغه غونډه کې د کوربه ترکيې هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل : اسلامي هېوادونه بايد په خپلو کې ټول شته اختلافات پای ته ورسوي او د اسلامي هېوادونو څخه د پوليسو ګډه استخباراتي څانګه جوړه شي ، چې اسلامي هېوادونو ته په ورپېښو ستونزو خپل معلومات ورکړي.
رجب طيب اردوغان د افغانستان ، عراق او سوريې په اړه وويل ، چې د داعش ګواښونه ورته زيات شوي او بايد په شريکه د ټولو ګواښونو مخه ونيول شي.
بد بختانه د ملي يوالي حکومت په ځای د دې ، چې د اسلامي هېوادونو دګډ اتفاق له لارې خپلې ستونزې حل کړي ؛ پر امريکا او اروپا تکيه کوي.
د اسلامي هېوادونو کنفرانس د افغاني چارواکو لپاره په هېواد کې د سولې او امن د غږ پورته کولو غوره چانس او وخت و ، چې د يمن او سوريې د سولې لپاره اور بند کېږي، بايد د افغانستان د سولې لپاره هم لومړی اور بند وشي او بيا خبرې پېل شي .
بد بختانه د ملي يوالي حکومت د اسلامي کنفرانس څخه د ګټې اخيستلو پر ځای د امريکا پر لارښوونو عمل پېل کړ .



