د کابل برید د اوسني حکومت ماتې او د طالبانو بریا/ هېواد خوږیاڼی

وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ ارګ ته په څو مترۍ کې د ملي امنیت ریاست په نښه کړ او ددې ریاست سلګونه کارکوونکي یې ټپیان او ووژل. د طالبانو د نویو پیل کړیو عملیاتو«عمري» لومړی برید و، چې د ګډحکومت مشرانو ته یې په څو مترۍ کې اخطار ورکړ، که دوی که وغواړي، نو له دې سخت بریدونه هم کولی شي.
په روان کال کې د طالبانو سخت برید و، چې د ارګ ماڼۍ ویده چارواکي یې هم راويښ کړل او په خوبولو سترګو یې طالبانو ته سخت ګواښونه وکړل. د ګډحکومت لومړي مشر اشرف غني وویل، چې دی به د هر وژل شوي تن غچ واخلي او د وژل شویو وینه به وچېدو ته پرېنږدي.
اشرف غني له دې وړاندې هم ورته ناپړیتې وېشتې دي؛ خو دغه ناپړېتې یې ځینې پلویان خوشحاله کړې، چې ګنې په رښتیا به اشرف غني د وژل شویو غچ واخلي.
که چېرې اشرف غني په رښتیا د وژل شویو غچ اخلي، نو دی له چا غچ اخلي؟ دی به بیا ملکي افغانان ووژني او په رسنیو کې به د طالبانو د وژلو راپور ورکړي او د رسنیو پر مټ به داسې وښيي، چې ګوندې دی په رښتیا په خپلو ژمنو کې بریالی دی او غچ اخېستلی شي.
کله چې طالبانو د عمري په نامه عملیات اعلان کړل، نو دولت یې دغه عملیات یوه تبلیغاتي جګړه وبلله او دوی هم د شفق په نامه د عملیاتو د اعلان خبر ورکړ؛ خو اوس ښکاري، چې عمري عملیات بریالي دي، نسبت د شفق عملیاتو ته، ځکه طالبان برید کوي او دولت د ځان دفاع هم نه شي کولی.
طالبانو اوسمهال دهېواد په شمال کې خپلو عملیاتو ته چټکتیا ورکړې او داسې ډېر راپورونه ورکړل شوي، چې کېدای شي کندوز او بغلان سقوط وکړي او د جنوبي ولایت هلمند سقوط خو بیخي نږدې شوی دی.
د طالبانو له لوري په روان پیل شویو عملیاتو کې به دولت ډېرې سیمې د لاسه ورکړي او د طالبانو لاس ته به ولویږي او نږدې ده، چې یوه ورځ ټول هېواد د دولت د ظلمونو څخه خلاص شي.



