تر خوب وروسته د بدن ارامتيا د غږ خرابوالی

تاج الدين ثمر

د انسان بدن له خپلې اړتيا سره سم ارام ته ضرورت لري ، څومره چې انسان زيات ويښ پاتې شي بدن يې خوب او چې زيا کار وکړي يا د بدني کارعلاوه ذهني نا ارمي ولري ؛ سکون ته اړتيا لري چې د عارضي سکون هم په خوب تر لاسه کيدی شي.

روغتيا پوهانو په دې څېړنې کړي دي چې ، تر خوب وروسته خوب بدن ته سلامتيا او ارام حاصل شي ؛ خو د انسان اواز يا غږ خراب شي ، چې ځنې وخت په ټليفون له خوبه د نوي راپا ځيدلی انسان غږ هم د عادي حالت څخه په غير نشي پېژندل کيدای.

روغتيا پوهان خوب په دوو برخو ويشي: يو دعادت او اړتيا مطابق د شپې او بل د ارام په خاطر د ورځې او شپې لخوا خوب هرانسان ته ضروري دی ؛ خو يو لوی لامل يې دا دی چې دغږ تارونه د معدې د کم فعاليت له امله او يا د زيات خوب له امله وبميږي غږ غټ شي، عمومي غږيز تارونه څومره چې سست او پنډ وي غږ به يې هم پنډوي ، چې په خوب کې نفسي سيستم په خپل عادي حالت نه پاتې کېږي او غږيز تارونه چې ستوني ته ورغلي دي غږ پنډ کړي.

 که له خوب څخه کوم ويده شخص راپاڅي او په  تړمو اوبو يو ګيلاس مالګه غړغړه کړي ؛ غږ يې خپل عادي حالت ته راځي.

دشپې لخوا زيات خوراک او زيات خواږه خواړه پر معده او دغږ پر خرابوالي بد اغيز کوي ، بايد ځان ترې وساتل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button