د نړۍ د یوه مسلمان شاهکار په یاد کې !
عبدالرحیم (ثاقب)
دری کاله وړاندې له دې فاني نړۍ څخه یو زاهد واکمن د ابدیت په لوري وکوچیده ، هغه څوک چې د واکمني هره لحظه یې ى سترو کارنامو صحنه وه ، دا زاهد واکمن د افغانستان د اسلامي امارت مشر ملامحمد عمر (مجاهد) رحمه الله و چې د جهادې آرمانونو د اتمام لپاره یې اسلامي امارت تأسیس کړ.
د نوموړي د واکمنۍ موده که څه هم چې محدوده خومثبت اثرات يې ډیرزیات وو.
د دې اسلامي حکمران د واکمنۍ په مهال د لومړۍ ځل لپاره مغرور صلیبیان په اسلامي افغانستان کې د خپلو محرفو تبشري فعالیتونو په جرم ونیول شول ، زندان ته واچول شول او متبوعوهیوادونو یې د خلاصولو لپاره د اسلامي امارت رهبري ته د تضرع او زاري لاسونه ونيول.
د همدي اسلامي حکمران په واکمني کې د نړۍ مستضعفو مسلمانانو د ځان د خوندیتوب احساس وکړ.
د همدي اسلامي حکمران د واكمنۍ په مهال په افغانستان کې د شريعت ځډیدلي احکام یوځل بیا نافذ شول، چې له امله يي د هیواد په غرونو او رغونو کې کې امن تأمين او ناکراره ولس د آرامي ساه واخیستله .
د همدي اسلامي حکمران د واکمنۍ په مهال د افغانستان حكومتي نظام اسلامي شو، اقتصاد اسلامي شو ، بهرنی سیاست اسلامي او د حکومت د ټولو احکامو یواځنۍ مرجع قرآن کریم ، نبوي احادیث او اسلامي فقه وګرځول شوه.
هماغه ول چې غربي استكبار د دغه مجاهد او زاهد واکمن واکمني د ځان لپاره خطر وبلله او د هغې د ړنګولو لپاره یې د جورج ډبلیو بوش ترمشرۍ لاندې صلیبي ټلواله جوړه او پر افغانستان برید وکړ.
خو همدې غیرتي واکمن مغروروامریکایانو ته له افغان مجاهد ولس سره د زوراوسرټمبګي کارولو په ځای د استدلال او منطق کارولو دعوت ورکړ، مګرهغوی نه ومانه او د صلیبي غرورله مخي یې پراسلامي افغانستان یرغل وکړخو مجاهد واکمن نه د صلیبي ټلوالې د یرغل تراغیزلاندې راغی او نه یې په خپل اسلامي دریځ کې بدلون راوست.
د الله تعالی په نصرت او د توکل محض په برکت یې د يرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف جهادي مقاومت اعلان کړ.
۱۲ کاله یې په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د ټولې کفرۍ نړۍ په مقابل کې د دې تاریخې مقاومت حیرانوونکي قیادت وکړ، داسې قیادت چې پوځي تکتیکونواومحاربوي هنرونو ته یې دنړۍ د پوځي اکاډیموماهرین ګوته په غاښ او د امریکا او ناټو ترټولو مغرورو قومندانانو يې نظامي وړتیا ته د تسليمي سر ټیټ کړ.
نوموړي قائد د نړیوال صلیبي ایتلاف په وړاندې دغه معجزانه قیادت د خپل هیواد له سپیرو کلیو او خټینو کورونو څخه رهبري کړ، هغه په دې ټولې ۱۲کلنې جهادي دورې کې هم دعصري الیکترونیکي وسائلو له استفادې څخه بي پروا و او هم د معاصرې نړۍ د مصنوعي سپوږمکیو د تخنیک له کارولو څخه مستغني و.
هغه به پوره ۲۴ ساعته په خپله مخصوصه طریقه له مجاهدینو سره په تماس کې و ، خو دښمن یې نه د هستوګنې ځای معلوم کړای شو او نه یې د مقاومت له لومړۍ کرښې سره د مداوم ارتباط څرک ولګاوه.
ریښتیاهم چې ملامحمد عمر(مجاهد) په جهادي قیادت کې د کلیوالي تکتیکونو په کارولو سره د غربي نړۍ د کشف او څارمدرنه تکنالوجي وننګوله ،ځکه هغوی له خپل ټول تخنیکي تفوق سره سره نه د ده د ځای ځایګي څرک ولګاوه او نه يي هم د خپلو پرمختلليو تسلیحاتي وسائلوپه مټ د هغه له جهادي ګوزارونو څخه ځان خوندي کړای شو.
هوکه ! ملامحمد عمر مجاهد د۲۱ پیړۍ زاهد واکمن و، داسې واکمن چې خپله واکمني یې د الله د کلمې تر لوړ والې جار کړه .
راځې دلته د دغه تاریخي شاهکار په اړه د اسلامي نړۍ د اسلامي مفکرینو ،علماوو او سیاست پوهانوځیني هغه تاثرات هم لیږ ولولو چې د نوموړي د وفات په مناسبت یې هغه مهال پرخپلو ټويټر پاڼو څرګند کړي:
د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه ابو محمد المقدسي:
خدای دي پرامام ملاعمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډیر کم لیدل کیږي، د الله نظام يي پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يي پناه ورکړه ، د نصحیت ګرو نصیحت يي مانه او له کفارو سره ترهغو وجنګیدو تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.
د سعودي عربستان یو ستر محدث او فقیهوایی :
د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې خو له ملا عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ چې هغه دې خپله واکمنې د الله د دین د حاکمیت په مقابل کې له لاسه ورکړې وي ، الله دي پري ورحمیږي او فردوس جنت دي ځای شي.
دوكتور حاکم المطیري:
د ملا محمد عمرمجاهد په وفات سره اسلامي امت یوستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.
اي د اسلامي امت زعيمه ! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وي چې د اسلامي امت موجود اوراتلونکي نسلونه ، د هغوي ټول جهادي او فکري نهضتونو او فقهي مدارس به په تا پوري اقتداء کوي.
اي لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له مونږه وکوچیدي؟!
دكتورشامل:
ای د نړۍ ژب پوهانو اديبانو !
راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونو له سره ولیکئ ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملاعمر نوم ورځای کړئ…
أبو حمزة الدرعاوي:
دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي هغه شهید دی خدای تعالی دي د شهید ملاعمر (مجاهد) شهادت قبول او فردوس جنت ځای کړي.
أبو عزام الأنصاري:
رجلٌ عظيم .. في كيانٍ أعظم
ترجّل الأمير .. لكنّ القافلة ستسير
لوي سړی په ډیرلوی وجود کې
امیر (ساربان) یې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده
…………………………
هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق … ثبت است بر جریده عالم دوام ما
ـــ پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط ندی ——–



