ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)
(٥) په عهد وفا کول
په عهد او تړون باندې وفا کول د خداى (ج) د لارې مجاهد ته لازمي شرط ده چې بايد تل په کړى عهد او پيمان کلک ولاړ وي اګرکه دغه تړون او عهد له کفارو سره هم وي قران مجيد په متعددو موارد و کې په دې هکله ټينګار کوي ترڅو چې کفار خپل کړى عهد او تړون مات نکړى (مجاهد) نشي کولي چې له هغي څخه سر وغړوي، خداى تعالى فرمايې (واوفوا بعهدالله اذا عاهدتم)
تاسو وفا وکړئ په عهد باندې کله مو چې عهد وکړ مفسرين وايې چې دا آيت د پيغمبرعليه السلام سره د بيعت کولو په شان کې نازل شوى، ېعنى تاسې چې د پيغمبر(ع) سره بيعت عهد او تړون وکړ چې نور به مونږ ستا مکمله پيروي کوو او(جهاد) ته به ځو نو بيا پ خپل کړى عهد او تړون پوره پابند اوسى، د خداى (ج) د لارې (مجاهد) بايد تل په خپل کړى عهد وعدى او تړون کلک ولاړ وي او له هغى څخه مخالفت ونکړى په يوه بل ځاى کې خداى تعالى فرمايې (واوفوا باالعهد ان العهدکان مسئوﻻ) تاسو مسلمانان په خپلو کړيو تړونونو او وعدو وفا وکړى ځکه چې تاسو دخپلو کړو وعدو او عهدونو مسئول ياست ) فان العهدوالعقدکل منهمايسئل صاحبه عنه[ابن کثير جلد ٢ صفحه ٣٧٧]
ېعني د عهد او عقد په حصه کې به د هغي له خاوند څخه پو ښتنه کيږي، د خداى تعالى د لارې (مجاهد) بايد په خپلوکړو وعدو او تړونونو کې ريښتني او حتى الوسع بريالى اوسي.
(٦) د جهاد لپاره ښو ونه او روزنه
نښه ويشتل د وسلى او مهماتو د ترتيب او استعمال زده کړه د آسونو تربيه کول او له دى لارې له کفارو سره ځان جنګ او جګړې ته اماده کول د پيغمبر(ص) هغه ژوندي او تل پاتې سنت دى چې هميش به يې د خداى (ج) د لارې مجاهدينو ته د هغي توصيه او ټينګار کولو، د ابى وهب الجثمى څخه روايت دى چې پيغمبرعليه السلام به فرمايل آسونه تر بيه کړى او تندى ئي مسح کړي [مشکوة باب اعدادالة الجهاد]
په يوه بل حديث کې چې له عقبه بن عا مرڅخه روايت دى فرمائي چې رسول (ص) فرمايل ويشتل زده کړى او چا چې ويشتل زده کړه بيائي هيرکړه نو هغه زما له امت څخه نده [ مرجع سابق] او خداى تعالى د روزنى په هکله فرمايې (واعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله وعدوکم)
ژباړه: تاسى تيارى ونيسى د کفارو په مقابل کې څومره چې توان لرى له قوت او طاقت او له ساتلو او تربيه کولو د آسونو نه چې د هغي په واسطه خپل او د خد اى (ج) دښمن په ويره کې اچوى او بيا ئي له ماتې سره مخامخ کوى، په الله تعالى د توکل او اعتماد کولو معنى دا نده چې ضروري او مشروع اسباب دى ترک کړى شي ځکه چې په مسلمانانو فرض دى تر هغه پورې چې قدرت لري د (جهاد) اسباب او لوازم د تيارکړى، د نبى کريم صلى الله عليه وسلم په عهد کې د آسونو سپرلۍ توره وهل د غيشى ويشتل او نور جنګي مشقونه د (جهاد) له لوازمو څخه ؤ او په اوسنى دورکې ټوپک، مشين ګڼ، توپ، ټانګ، راکټ، فيکا، زرى پوش، جنګې الوتکې،کروز، بحري اوبتلونه او نورجنګې مهمات لوازم او تجهيزات تيارول او لرل او په استعمال اچول او چلول او دحربي او عصري فنونو زده کول بلکه ورزش او د دوى په شان نور عمليات کول د (جهاد) سامان او لوازم دي،همداسى هغه نورى وسلى او د حرب او ضرب ګرد آلات او اسباب چې وروسته له دينه ايجاد او اختراع کيږي هغه ټول د دې آيت په منشاً کې داخل دى د قوت په هکله پيعمبرعليه السلام په واضحو ټکوکې ويلي چې دا له ويشتلو څخه عبارت ده، د آسونو په هکله خو پيغمبرعليه السلام په خپله فرما يلى دى (الخيل معقود فى نواصيها الخير الى يوم القيامة) د آسونو په تندى کې خير ايښودى شويدي تر قيامته پورى.
د پورتنيو د لايلو په ليدو او د مو ضوع د اهميت په پوهيدلو د (جهاد) په امير لازم دى تر څو خپل مجاهدين د ورځني او عصري وسلو په استعال پوه کړى هغوى داسى وروزي تر څو د جنګ په ميدان کې تل بريالې اوسي، د (جهاد) امير بايد پرته له ځمکنې جګړو څخه د هوائي جګړو او له هغي څخه د ځان ژغورنى په هکله مجاهدينو ته پوره معلومات مهيا کړي.
د دښمن سره د لاس په لاس جګړې کولو لپاره لازمه ده چې په اوسني دورکې (مجاهدين) د نيزه بازي، پهلوانې، تورى وهلو،کراټې، او د کانګفور ځانکړيو کورسو نو ته جلب شي، تر څو (مجاهدين) له همدې اړخه هم د دښمن په مقابل کې پوره تياري ولري.

















