څرک لکه د لمر ووهه

شعر / مفتون

راشه د شپې په زړه کې څرک لکه د لمر ووهه

دجهالت بلا دعلم په خنجر ووهه

 

اول خپل رب په حقیقي معناؤ وپیژنه

بیا بت پرست جهان ته یکتنها ټټر ووهه

 

دکائناتو لوی خالق ته چې سر نه ټیټوي

داسې سرکشو ، نه دحق په توره سر ووهه

 

پنج شنبه  (۹ثور۱۳۹۵)ه‍ ش

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button