تــــقـــديـــــر « ناول » / اوومه برخه

ليكوال:  ډاكتر عبدالهادي « حماس »  

ګلالۍ له امان سره بهر ووته او هلته يې په ساجد سترګې ولګيدې ،هغه له يوه ملګري سره لاړو او نوركسان په موټرونو كې ناست او دوى ته يې كتل!  ګلالې نږدې ورغله ترڅو ساجد په دې پوه كړي چې ټول كسان ده ته منتظر دي بايدحركت وكړي خو چې ورنږدې شوه نوپښه يې ونيوه، ساجد خپل ملګري ته څه ويل او ګلالۍ دهغه خبرې اورېدلې (نږدې و چې له زومګيرته پاتې شم! ملګري يې وپوښتل : ولې؟

ساجدځواب وركړ: ددې بدبختې خورله لاسه، هغې خوخپله ښه ورځ نه ده ليدلې اوس يې زموږ پركور هم دغم څادر وغوړاوه،لوريې كوهي ته لوېدلې اومړه شوېده! ملګري يې وويل : ساجده ته ولې هغې ته بدبخته وايي؟

داخو پېښې دي اوپېښه وخت اوځاى نه ګوري ! ساجدوويل : كه هغه بدبخته نه واى نو زوړمېړه به يې په برخه نه رسېده،دهغې مېړه دومره زوړدى چې كېداى شي اوس مړشوى وي،كه هغه بدبخته نه واى نودښادي په ورځ به ئې لوركوهي ته نه غورځېده، كه هغه ….) دا وخت يې ملګري لاس ور واچاو او ساجد يې په هغه موټركې كښېناوه چې په ګلانوښايسته شوى وه او بيا يې حركت وكړ،ګلالۍ ترډېره په وازې خولې ورپسې وكتل،بيا يې سوړ اوسيلى ويوست اوبېرته كورته روانه شوه،خو په ذهن كې يې دساجد خبرې اوړېدې راواړېدې اوله ځان سره بوږنېده : په ريښتيا هم زه بخت نه لرم اونه مې په خوښيوكې څه برخه شته خوزماورور چې ما ته له ځانه هم خوږدى،دهغه سره ددې خبروكو ل څه مناسب ؤ،له ماسره دوه مخي كوي اوكه كومه بله خبره ده،هغې په لاره كې تيندك وواهه لږ رابيداره شوه،.بيادساجدهغه خبره ورپه يادشوه چې دهغې دومره زوړمېړه دى چې كېداى شي اوس مړشوي وي،دې خبرې يوه وېره ورواچوله چې ساجدولې دفيروزدمړينې خبره دومره په ډاډه زړه له خولې نه وباسله ،هسې نه چې ساجدكوم اقدام كړئ نه وي ،ګلالۍ له همدې فكرونوسره دمړى موسكاله څنګ سره كښېناسته اوله سترګوئې اوښكې راماتې شوې .

***

اما ن خپل كورته ورسيد،ګوري چې دروازه دننه اړخه بنده ده، ډېره يې وټكوله خوهيڅ څوك ورته رانغله چې دروازه ورخلاصه كړي، هغه هم انديښمن شوچې په پلارمې خداى مكړه څه شوي نه وي دحويلۍ ديوالونه يې دومره لوړنه ؤ،ددروازې په يوه ليچي   باندې يې پښه بنده كړه دديوا ل سرته وخوت اوبياددروازې په بل اړخ ورو،ورو ښكته شو،دپلاركوټې ته ورغى ګوري چې دهغه دكټ سپينه روجايي ټوله په وينوسره ده،دكټ لاندې په غولۍ توپانچه هم په وينولړلې ده ،دپلار جسد يې هم دكټ نه لاندې دديوال سره سريښ پروت دى،اما ن چې دا هر څه وليدل نو چيغې كړې ،دباندې راووت په كليوالويې غږ وكړ: دخداى دپاره راشى زماپلارچاوژلى دى،په توپانچه يې ويشتلى ټوله كوټه دهغه په وينوسره ده!اما ن دامحال دومره ورخطاؤچې دخپلې خورمرګ هم ترې له ياده وتلى ؤ،يوازې په چغوسرؤ،كليوا ل په منډه منډه ورته راغلل، ځينوخودكورني تليفو ن له لارې پوليسوته هم خبر وركړترڅوراشي اودغه جنايي پېښه وڅيړي .پوليس چې دپيښې څخه خبر شول دوي ته يې په ځواب كې وويل :موږ ژر راځو خو د پېښې ځا ى ته څوك مه داخېلږئ !

لنډمها ل وروسته پوليس راغلل اوخپلې څېړنې يې پيل كړې!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button