افق مې هم د وينو دارې وهي

شاعر/ عصمت قانع

زما بچيه زما صنم جانانه
لا ناخبر يمه خو مرم جانانه

وطن مې دښت د کربلا شو راته
د خپلو وينو جام څښم جانانه

افق مې هم د وينو دارې وهي
شفق په وينو رنګوم جانانه

ليمه مې وچ دې څاڅکې نه لرمه
درته څو څاڅکي څڅوم جانا نه

زما د بقا شعور طاعون نيولی
ځولۍ طبيب ته غوړوم جانانه

بله چاره بله اسره نه لرم
ځم پښتانه را لټوم جانانه

زما (اباسينه) زما زمزم جانانه
د بې‌وسۍ په چاړه مرم جانانه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button