وطن، لذت او ماديات

عنايت عابدزی

١-د يو هېواد د قوت او ضعف پورته کېدل او ښکته کېدل د ملت تر تمدن او تربيت پورې تړلى  (محمد نسيم حجازي)

٢- نيمه وظيفه وطن ته خدمت دى او نيمه وظيفه انسانيت ته خدمت کول (ويکتور هوګو)

٣- د وطن سره عشق د مور له شيدو څخه  د انسان بدن ته داخلېږي (محمدنسيم حجازي)

٤- زما په فکر وطن د کورنۍ نه هم مهمتر او د دوستۍ وړ دى مګر د وطن نه بهتر او اهم هغه دى چې انسانانو سره انسانيت وکړي (فنلون)

٥- په ښوونځي کې بايد زده کوونکې ته د وطن پالنې د حس درس ورکړاى شي (ميثله)

٦- د هر ملک قوانين چې په پيسو وانه خيستل شي  هماغه طلائې ملک دى (ج.ولز)

لذت او ماديات

١- په هر حال د الله تعالىٰ څخه راضى اوسيدل او ددنيا په لذتونو پسې منډې ترړي نه وهل کاميابې ده(؟)

٢- هغه چې همېشنى لذت په وړوکې لذت ورکړي زيان  کار دى (فخر رازى)

٣- عاقل او دانا انسان هېڅکله  هغو  لذاتو او مادياتو پسې ځان نه ستړى کوي چې له هغې څخه ورته په اخرت کې درد سر جوړېږي (محمد زکريا رازى)

٤- هر انسان بايد د ژوند نه خوند واخلي داسې ونکړي چې ووايې کاشکې زما زندګي د هاغه بل په شان وايې ځکه ټول عمر يې په سوچونو کې تير شي (کندو رسه)

٥- انسان نه شي کولاى د مادياتو په وسيله عزت او خوند حاصل کړي  بلکه په ښو اخلاقو عزت او خوند دواړه وړيا حاصلولى شي(آندره ژيد)

٦- د پيدايښت او مرګ تر منځ اندازه هېچاته معلومه نده بايد کوښښ وکړو چې ددغه وخت نه استفاده وکړو او د الله رضا او د دنيا څخه خوند لاس ته راوړو(جرج برنادشاو)

٧-هغه خوند او لذت چې د هغې سره قباحت ملګرى وي د هغې څخه ځان وساتئ ځکه هغه خوند به حاصل شي ليکن قباحت به باقي پاتي شي (سقراط)

٨- عاقل انسان همېشه ددنيا د عبث لذت او خوند پسې ځان نه ستړى کوي (شوپنهاور)

٩- هغه خوند چې د علم نه لاس ته راځي بې مثاله دى (افلاطون)

١٠- جسماني خوندونه انسان په لومړى وخت کې خندوي ليکن د هغه روح ته داسې نيش ورکوي چې په اخره کې هغه هلاکوي (توماس)

١١- ددنيا خوند هغه کسان حاصلولې شي چې مال او دولت د خپلې اندازې مطابق ولري او د خپلې اندازې نه زيات مال او دولت له ځانه لرى کړي (جمالزاده)

١٢- يو ناپېژندل شوى خوند په دنيا کې له خو خلکو سره خبري کول دي (فرانسيس دواتر)

١٣- همېشه واړه خوندونه ډېر خوندونه لري(؟)
١٤-کله چې انسان د خپل لاس ګټه وخوري د ټولو نه خوندوره مزه به ولري (پولن)

١٥- لذت د هر شي په عمق کې لاس ته راوړى شى اما دغه لذت د هغه کس نصيب وي چې هغه يې د عمق نه راوباسي(؟)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button