دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

د پښتو ژبې اصلي توري کوم دي او څنګه کارول کیږي؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 4, 2016
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
40
ځلې شریک شوی
496
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

غزل/ انس حقاني 

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

د عبیده پلار ته!

 لیکنه: عبـــــــــــدالله ابن مبارک احمدزی

زموږ په ګړنۍ ژبه یا اصطلاحاتو کې اکثره وخت خلک داواز(فونیم) او توري(ګرافیم) توپیر نه کوي او دواړه په یوه مانا کاروي، سره له دې چې توري او اوازونه په مترادفه مانا کاریږي، خو په حقیقت کې توری داواز تابع دی او دهمغه اواز ښکارندويي کوي چې داتوري ورته دنښې (سمبول) په توګه غوره شوي دي. د ابېڅې یا الفبې تعریف هم داسې کوو چې (د سمبولونو ټولګه ده چې هر سمبول یې د یوه خاص اواز ښکارندوی دی،او بشپړه ابېڅې هغه ده چې د ټولو اوازونو د پاره سمبولونه ولري)په حقیقت کې غږ دژبې بنسټ دی، که غږ نه وي ګړنۍ ژبه نشته او چې ګړنۍ ژبه نه وي، نو لیکنی ژبه هم نشته.

غږ په غوږو اوریدل کیږي، خو په سترګو نه لیدل کیږي، خو کله چې غږونه د تورو په چوکاټ کې قید شي نو دسترګو دلیدو او فزیکي موجودیت جوګه شي، نو لیک دژبې تصویر دی. دڅیړنو په نتیجه کې ثابته شوې چې تر اسلام د مخه دپښتو په سیمه کې مشهور اومروج لیک خروشتي و چې تر اسلام دمخه د پښتنو په سیمه کې مشهور اومروج لیک خروشتي و چې بیلګې یې دوردګو په خوات، دننګرهار په درونټه او ځینو نورو ځایونو کې ترلاسه شوي دي.

داسلام دد مقدس دین له راتګ سره هغه خروشتي او یوناني لیک چې په لرغوني افغانستان کې دود وو خپل ځای یې عربي لیکدود ته پریښود دعربي لیکونو له ډلې څخه دوه ډوله لیک (نسخ او نستعلیق) دپښتو غږونو دلیکلو لپاره ومنل شول او دسلطان محمود غزنوي رحمه الله په وخت کې دهغه دوزیر حسن میمندي په لارښوونه دقاضي سیف الله په زیار د پښتو دځانګړو تورو لپاره ځانګړې نښې تنظیم شوې.

اوس په پښتو لیکدود(رسم الخط) کې له عربي الفبې څخه په ګټې اخستنې سره څلویښت توري کارول کیږي، دا چې په دې تورو کې د زور، زیر، زورکي، یاګانو، واوونو او ځینو نورو غږونو نښې نشته، په فونیمیک کې دا شمیره پنځوسو ته رسیږي د پښتو ژبې په اوسنۍ معموله الفبا کې چې ځینې یې (الفبې) او څوک یې (ابیڅې) هم بولي( اته) ځانګړي پښتو توري ښوول شوي دي چې په دري او عربي ژبو کې نشته.دا په حقیقت کې د نورو ژبو په پرتله د پښتو توري دي،نه دا چې د پښتو میراثي توري وو.

ددې اتو تورو له جملې څخه څلور توري: (څ،ځ،ږ،ښ) خاص د پښتو ژبې پورې اړه لري، څلور نور توري: (ډ،ړ،ټ،ڼ) په سنسګریټ هندي او پښتو الفباووکې معمول دي، نو په دې اساس یې ددرې واړو الفباوو ترمینځ مشترک ګڼو.

 دپښتو ځانګړو تورو پیژندل او په خپل ځای کارول په پښتو املأ کې اړین دي. ډېر لیکونکي د(ځ) او (څ) توپیر نه کوي، همدارنګه د( ږ) او (ژ) توپیرته ملتفت نه دي، کله د( ز) او (ځ) په بیلوالي نه قایلیږي، مګر دا توپیرونه خورا اړین دي که ونه شي مانا غلطیږي او دپښتو د مخصوصو تورو په لیکلو کې داسې تیروتنې پیښیږي.

اوس به پښتو ژبې ته منسوب ۸ ځانګړي توري وپېژنو:

ښ:

 داتوری تقریبا̋ درې ډوله تلفظ کیږي، ځینې پښتانه یې لکه (خ) ، ځینې یې لکه (ش) او ځینې یې (ش) ته نږدې یعنې د(ش) او (خ) ترمنځ تلفظوي په معیاري پښتوکې باید د(ښ) غږدغه دریمه تلفظي بڼه د (وردګو یا اندړو)  په طرز او تلفظ ومنل شي.البته اوس ویلی شو چې د کابل مروجه پښتو لهجه هم ده.

که څه هم د دغه توري په تلفظ کې سیمه ایز لهجوي اختلاف شته خو په لیکلو کې یو ډول دی.

دا توری په داسې  ویینو (لغاتو) کې لیکل کیږي، لکه:

(لوښی، ښه، ښکلی، ښار، اوښ، ښندل…) او نور چې څوک یې یو ډول او څوک یې بل ډول تلفظ کوي.

کومه کلمه چې یوازې د(خ) یا یوازې د(ش) آواز لري هلته دا توری نه لیکل کیږي، لکه: (خټه، خاوره، خڼه، ختل، خندل، شګه، شولې، شول)

اوداسې نور…

که لیکونکی(ښندل)چې د ځارولو یا ځان فدا کولو په مانا دي د(خندل) په بڼه ولیکی چې د(خندیدن) مانا لري، یا ( شیندل) چې د پاشلو مانا لري، نودا به تیروتنه او غلطه لیکنه یا املأ وي. په همدې ډول: (ښور، خور، شور) درې بیلې کلمې دي چې بیلې ماناوې لري.

نو ځکه پرلیکونکي ددې توري ځای پیژندل او پرخپل ځای کارول لازم دي او (ښ) پر(خ) وانه ړول شي.

ځ:

ددې توري اواز د(ز) په پرتله لږ او ثقیل او دروند دی، باید له (ز) څخه یې توپیر وشي. ځینې لیکونکي د(ځ) او (ز) توپیرته پاملرنه نه کوي هغوی فکر کوي چې هر ځای (ز) وي هغه (ځ) لیکل کیږي مګر داعقیده ناسمه ده، (ځ) خپل ځای لري او (ز) خپل.

په ځینو پښتو کلمو کې د(ځ) لیکل ډېر اړین دي، لکه:

(ځان، ځنډ، ځنګل، ځوان…) او داسې نور……

په پښتو کې ځینې کلمې شته، لکه (ځه) چې دتللو امر دی او په پښتو(ځ)سره لیکل کیږي، که دا دامر فعل په دابله (ز) ولیکو،نو (زه) دمفرد متکلم شخصي نومځری(ضمیر)ترېنه جوړیږي اومانا یې تغیر کوی.

همدا ډول (ځوړ) چې دمخکته په مانا دی که په (ز) باندې ولیکو د (زوړ) سره چې دکهنه په مانا دی ورته والی پیداکوي.

(ځ) دپښتو په پخواني رسم الخط کې ډېر استعمالیده اوس یې په ځینو لغاتو کې ځای(ز) نیولی دی، لکه: (زما، زغمل، زوی، زمری…) او داسې نورپه اوسنۍ املأ کې (ځما، ځغمل، ځوی، ځمری) لیکل معیاري او هم کره نه بریښي.

لنډه داچې ددې دواړو تورو (ځ، ز) په وینګ(تلفظ) کې دومره ډېر توپیر نشته چې هر څوک پرې پوه شي او دیو کلي قانون لاندې راشي، خو سره ددې هم په هغو کلمو کې یې لیکل اړین دي چې که هغه په (ز) ولیکل شي نو دبل لغت مانا سره التباس پیداکوي. لکه: (ځړیدل) دزوړندیا اویزان شدن په مانا او (زړیدل) دکهنه شدن په مانا، که د(ځ) او (ز)توپیر په لیکلو کې په پام کې ونه نیول شي دمانا التباس رامینځته کوي، په همدې ډول داسې نورې کلمې.

د(ځ) پښتو توري دلیکلو په اړه یوه قاعده په نسبي ډول به د تطبیق وړوي شته، هغه داده چې:

کوم کلمات چې په فارسي کې په(ج) ویل کیږي او په پښتو کې په (ځ) نو هلته باید همدغه پښتو (ځ) ولیکو،لکه:( ځوان، ځان، ځنګل…) او نور

 څ:

داهم پښتو توری دی چې په فارسي او عربي کې نشته، تلفظ یې (س) ته نږدې دی، ځینې خلک یې په (س) سره ګډوي او په دې عقیده دي چې (س) او (څ) سره توپیر نه لري.

د(س) او (څ) سره ګډول یا (څ) په (س) سره لیکل تیروتنه او ناسمه املأ ده. که چیرې ددغه توري پرځای (س) ولیکل شي، نو دځینو کلمو مانا بدلیږي.

دبلیګې په ډول: (څټ) د پشت سر په مانا که په (س) ولیکل شي (سټ) ترې جوړیږي چې دلولپه  په مانا دی، همدارنګه (څوک) پوښتو نومځری که په (س) سره ولیکل شي (سوک) ترې جوړیږي چې د(موشت) یا سوک مانا لري، په همدې ډول (څاه) او (ساه) (څار) او (سار) یوه مانا نه لري.

ډ:

(ډ) پښتو خاص توری دی چې د وینګ پروخت یې دژبې سرقات کیږي او دمخني تالو سره نښلي.

(ډ) دانګلسي(D) توري اواز لري اکثره لیکونکي یې د(د) سره مشتبه کوی، چې هرځای دال ووینی(ډ) یې لیکي. په ډېروورځپاڼو کې وینو چې څرګند څرګنډ لیکل شوی وي او دا یوه تیروتنه ده. پښتو الفبأکې (د) هم شته او (ډ) هم، خو خپل خپل ځایونه لري. که یو لیکوال په لیکلو او یا وینا کې (ډ) په (د) سره ولیکي اویا ووایې نو په ځینو کلمو کې به ماناتغییر وکړي.

دمثال په ډول (ډار) چې ترس او ویرې مانا لري که په (د) سره ولیکل شي(دار) ترې جوړیږي، په همدې ډول (رډ) او (رد)، (ډم) او (دم)، (ډډ) او (دد) ډېر توپیر لري.

ړ:

داهم پښتو ته منسوب اواز دی د(ر) څخه د یې تلفظ پر مهال باید توپير وشي د ژبې په حرکاتو کې باید توپیر ولري. هغه کلمې چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې دمانا تغیر به رامنځته شي او دالیکنه به سمه لیکنه نه وي. دبیلګې په ډول: (موړ) چې دسیر په مانا دی که په (ر) ولیکل شي (مور) ترینه جوړیږي چې دمادر مانا لري، په همدې ډول چاړه او چاره (پړ) او (پر)، (خوړ) او(خور)، (وړ) او (ور) او داسې نور…

ټ:

داهم غږګژیز(چې ژبه یې د تلفظ پر مهال راتاوه شي) غږ دی دانګلسي(T) په شان اواز لري موږ (ت) او (ټ) دواړه توري په پښتو ژبه  کې لرو. داملأ خاوندان اولیکونکي یې باید په لیکنه کې یو دبل پرځای ونه کاروی.

هغه کلمې چې په (ټ) لیکل کیږي که په (ت) سره ولیکل شي لفظي او معنوي تغیر رامنځ ته کوي.

لکه: (ټبر) د قام یا توکم په مانا، که په (ت) سره ولیکل شي (تبر)د اوسپنیزې وسیلېماناترې جوړیږي.

په همدې ډول (سټ) او(ست) ، (ټول) او (تول) یا نور داسې کلمات.

ڼ:

داهم غږګژیز یا د ژبې را تاوونکی  اواز دی چې د تلفظ پروخت یې دخولې او پزې دواړه لارې خلاصې وي.

دپښتودا ځانګړی توری دمشترک (ن) څخه دروند ادا کیږي او کله هم دکلمې په سر کې نه راځې یعنې په پښتو ژبه کې دداسې کلمې څرک نشته چې په (ڼ) سره پیل شوي وي، مګر دکلمو په منځ او پای کې راځي.

لکه د(مڼه، بن، تڼۍ، ګڼ…) په کلمو کې، کله (ڼ) او (ړ) دتاریخي بلغږونو په توګه سره یو بل باندې ونجون مومي لکه په منداړو/مندڼو، ښیګړه/ښیګڼه، پوړۍ/ پوڼۍ … کې. پخوانیو لیکوالو داتوری(نړ) د(ڼ) او (ړ) په ترکیب یا یوځای لیکلی دی چې دوه توري یې یو ځای کړي دي او دیو توري نوم یې پرې ایښی دی.

دفونو لوژي داساساتو له مخې باید داتوری په بسیط ډول (ڼ) ولیکل شي ځکه چې په مرکب ډول یې لیکل په ځینو کلمو کې ستونزې پیښوي.

لکه: (نړۍ، خونړۍ، کونړ، نړول، نړیدل…) او داسې نور.

د(ن) په بڼه ددې توري لیکل په کلمو کې دمانا التباس هم رامنځته کوي، لکه: (باڼه او بانه)،( کاڼه او کانه)، ( چڼه او چنه) اونور.

ړ:

داهم غږ ګژیز اواز دی د(ر) څخه چې رپنده ژب وریزاوازدی باید توپیر ولري. هغه کلمې چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې (ړ) پکې راغلې وي که په (ر) سره تلفظ او ولیکل شي نوحتمي ده چې دمانا تغیر به رامنځته شي او دالیکنه به سمه لیکنه نه وي. دبیلګې په ډول: (موړ) چې دسیر په مانا دی که په (ر) ولیکل شي (مور) ترینه جوړیږي چې دمادر مانا لري، په همدې ډول چاړه او چاره (پړ) او (پر)، (خوړ) او(خور)، (وړ) او (ور) او داسې نور…

ټ:

داهم غږګژیز غږ دی دانګلسي(T) اواز لري له (ت) او (ټ) دواړه توري په پښتو کې شته داملأ خاوندان اولیکونکي یې باید په لیکنه کې یو دبل پرځای ونه کاروی.

هغه کلمې چې په (ټ) لیکل کیږي که په (ت) سره ولیکل شي لفظي او معنوي تغیر رامنځ ته کوي.

لکه: (پټ) دپنهان په مانا، که په (ت) سره ولیکل شي (پت) دابرو او عزت په ماناترې جوړیږي.

په همدې ډول (سټ) او(ست) ، (ټول) او (تول) یا نور داسې کلمات.

ڼ:

داهم غږګژیز غوندیي اواز دی چې د تلفظ پروخت یې دخولې او پزې دواړه لارې خلاصې وي.

دپښتودا ځانګړی توری دمشترک (ن) څخه دروند ادا کیږي او کله هم دکلمې په سر کې نه راځې یعنې په پښتو ژبه کې دداسې کلمې څرک نشته چې په (ڼ) سره پیل شوي وي، مګر دکلمو په منځ او پای کې راځي.

لکه د(مڼه، بن، تڼۍ، ګڼ…) په کلمو کې، کله (ڼ) او (ړ) دتاریخي بلغږونو په توګه سره یو بل باندې ونجون مومي لکه په منداړو/مندڼو، ښیګړه/ښیګڼه، پوړۍ/ پوڼۍ … کې. پخوانیو لیکوالو داتوری(نړ) د(ڼ) او (ړ) په ترکیب یا یوځای لیکلی دی چې دوه توري یې یو ځای کړي دي او دیو توري نوم یې پرې ایښی دی.

دفونو لوژي داساساتو له مخې باید داتوری په بسیط ډول (ڼ) ولیکل شي ځکه چې په مرکب ډول یې لیکل په ځینو کلمو کې ستونزې پیښوي.

لکه: (نړۍ، خونړۍ، کونړ، نړول، نړیدل…) او داسې نور.

د(ن) په بڼه ددې توري لیکل په کلمو کې دمانا التباس هم رامنځته کوي، لکه: (باڼه او بانه)،( کاڼه او کانه)، ( چڼه او چنه) اونور.

ږ:

 داتوری دوه تلفظه لري، ځینې پښتانه لکه (ژ) او ځینې یې لکه (ګ) اداکوي.

 کله کله پردرولهجو ویل کیږي:

(ږ) چې یو رقم د( ژ) ډبل اواز دی، چې داتر غزني پورته خوا لهجه ده، بل(ګې) چې دکابل کښته خوا لهجه ده او دریمه لهجه د(ګ) او (ږ) ترمنځ لهجه ده چې کابل، وردګ، لوګر یعنې مرکزي سیمو لهجوي بڼه ده.

په لیکلو باید ددې توري ځای وپیژندل شي او دچا خبره دفارسي په(ګ) یې ونه لیکي، که نه، نو مانا یې تغیر مومي.

دبیلګې په ډول: (لږیدل) چې دکمولو په مانادي که چیرې په فارسي (گ) (لگیدل) ولیکل شي نو بیا د (چسپیدن) یاګرفتن په مانا راځي او دمانا تغیر رامنځته کوی چې دايې غلطه املأ ده.

کومې کلمې چې یوازې د(ګ) یا یوازې د(ژ) آواز لري هلته دا توری نه لیکل کیږي او هماغه (ګ) یا (ژ) لیکل کیږي.

لکه: (مالګه، ګوړه، ژبه، ژرنده…) او نور.

همدارنګه ځینې لیکونکي د(ږ) او ( ژ) فرق نه کوی، د(ږیرې) پرځای ژیره لیکي، د(کوږ) پرځای (کوژ) لیکي چې داهم یوه املایي غلطي ده.

دا چې دا توری(ږ) ځینې پښتانه دلهجو د اختلاف په وجه (ژ) او ځینې یې لکه (ګ) تلفظ کوي، خو په لیکلوکې یې باید د سم لیکلو خیال وساتي او په هغو کلمو کې لیکل کیږي چې د لهجو داختلاف په وجه دغه دوه اوازونه ولري.

لکه: (ږلۍ، لږ، کوږ، وږی، تږی…) او داسې نور

کومې کلمې چې یوازې د(ګ) یا یوازې د(ژ) اواز لري هلته دا توری نه لیکل کیږي او هماغه ( ګ) یا (ژ) لیکل کیږي، لکه: (ګوره، ګالل، ګردان، ژبه، ژمی، ژوند…) او داسې نور

څرنګه چې دلته د(ګ) غږ یادونه وشوه نو اړینه ده چې ددې غږ دسم لیکلو بڼه هم وښیو.

(ګ) دپښتو او فارسي ترمنځ ګډ توری دی، نو که په همدې بڼه ولیکل شي څه پروا نه لري.

لوی ټکي: ادبپښتوپښتو املاءپښتو ژبهتنظیمټځڅډژژبهښغزنويګرامرلیکدودڼ
مخکینې مطلب

تــــقـــديـــــر « ناول » / نهمه برخه

بل مطلب

وطن، لذت او ماديات

ځانګړي مطالب

ادب

غزل/ انس حقاني 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 8, 2026
ادب

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com