په برکسل کې دافغانستان په اړه کیدونکې غونډه

سرلیکنه

افغانستان چې ترنورو تیرو کلونو زیات دیو شمیرامریکایی چارواکو په وړاندوېنه په روان کال کې دامنیتي ستونزوسره مخ دی، دافغاني چارواکو نه بلکه داروپایي هیوادونواندیښنی ېې هم دافغانستان د روان نه حل کیدونکي بحران په اړه راپیدا کړیدي .

دوه اونۍ وروسته په برکسل کې دافغانستان دروان بحران او ورځ په ورځ مخ په زیاتیدونکو ناامنیو په اړه دناتو دبهرنیو چارو دوزیرانو لخوا غونډه کیږي . چې په دې غونډه کې به دافغانستان په امنیت بحثونه وشي، دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي چې دبرکسل په غونډه کې دګډون بلنه ورته ورکړل شویده ترڅو افغان نماینده ته په غونډه کې دناتو دغړو هېوادونو دبهرنیو چارو دوزیرانو دریځ څرګند کړل شي.

دبهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني وايي چې په برکسل کې به دافغانستان دامنیتي ستونزو ترڅنګ به له هېواده اروپا ته دافغاني ځوانانو په تللو او دهیوادپه شمال کې دبهرنیو وسلوالو شتون موضوع په غونډه کی دبحث لپاره وړاندې کړم .

په برکسل کې دافغانستان په اړه دسیاسي حل ، اقتصاد، بیارغاوني، دجګړې دپای ته رسولو او سولې په اړه دناتو دغړو هیوادونو دبهرنیو چارو له وزیران به داهڅه کوي  چې په افغانستان کی په کومه اسانه لار پریکړه وکړي  .

افغانستان دامهال دامنیتي ستونزو ترڅنګ داقتصادي ستونزوسره مخ دی چې دامنیتي، لوجستیکي اوبودیجوي ستونزوله امله دولسي جرګی او ولایتي شوراګانو ټاکنې هم وځنډول شوې په افغانستان کې دامنیتي او هم داقتصادي ستونزو حل دلومړیتوب حق لري چې دناتو نه علاوه روسيي هم ددې دواړو ستونزو په اړه دمرستې وعده دافغاني چارواکوسره کړیده .

په ۱۹۵۵میلادي کال چې افغانستان دهغه وخت دشوروي اتحاد سره دوسلو او پوځي ځوانانو دروزنې موافقه وکړه ترڅنګ یې اقتصادي ستونزو په حل کی هم لاس لیکونه وکړل چې  دوخت دشوري اتحاد وروسته په ۱۹۵۶میلادی کال کروشیا او بلغاریا دافغانستان سره اقتصادي مرستې پیل او اړیکې ېې ورسره دپخواپه نسبت ښې کړې.

په برکسل کې دافغانستان په اړه کیدونکې غونډه کی دناتو غړو هیوادونو کې دالمان هېواد هم برخه لري چې دنوروهیوادونوپه پرتله المان دافغانستان سره تاریخي او فرهنګي اړیکې لري .

المان د۱۹۶۳میلادي کال په بن کی دميي دمیاشتي په ۲۹مه نیټه دالمان دبهرنیوچارو دوزارت مرستیال  (لار) او په بن کې افغان سفیر غلام فاروق لخوالاس لیک شوې فرهنګي موافقې له مخې تراوسه دافغانستان سره فرهنګي مرستې کوي .

په ۱۳۴۱هجري کی افغانستان دسختو اقتصادی ستونزوسره مخ و، په امریکا کې داقتصادي ستونزو دحل په اړه کنفرانس ته افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوه چې دامریکاپه بلنه دملي شورا رئیس ډاکټرظاهر په مشرۍ یوپلاوی چې پکې دولسي جرګې لومړی منشي محمد رحیم شیدا، دوېم منشي ګل محمد، دمالي امورو دکمیسیون رئیس محمدامان انورزاده، دبهرنیوامورو دکمیسیون رئیس کمال الدین اسحاقزی شامل وو  په هغه غونډه کی دافغانستان داقتصادي همکاریو موافقه وشوه دهمغې موافقې په اساس  دبدخشان ولایت څخه ۷۵۵۰کیلو ګرامه لاجورد ایټالیا،امریکا او چین له افغانستانه داقتصادي پیاوړتیاپه خاطر راونیول .

اوس افغانستان دواړو امنیتي اواقتصادي ستونزوحل ته اړتیا لري په برکسل کې چې دناتو دبهرنیو چارو دوزیرانو کومه غونډه کیدونکې ده پدې کې دافغنستان امنیتي اواقتصادي ستونوزو ته په کتوسره دناتو دغړوهیوادونو دریځ څرګندیږي اوس نو  دبرکسل دغونډې دبرخوالو کار دې چې دافغانستان دمسئلې حل په جګړه اوکه په سوله کې ګوري داد هغوۍ دپریکړې پورې اړه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button