د طورخم غمیزه د غمیزو په سر بله غمیزه

تبصره : ډاکټر آصف
له څو ورځو راهیسې د طورخم په پوله د پاکستان لخوا د یو لړ تاسیساتو د جوړولو له امله د دواړو هیوادونو تر منځ شخړه رامینځته شوې ده، چې په پایله کې یې پاکستاني چارواکو په مشروط ډول د طورخم لاره د تلونکو او راتلونکو او سوداګریزو باروړونکو لاریو پر مخ تړلې ده.
سره له دې چې څو څو وارې د دواړو هیوادونو با صلاحیته مشرانو په دغه پوله کې په دې هکله یو له بل سره لیده کاته هم ترسره کړل خو تر اوسه یې څه نتیجه نده ورکړې.
د پولې نه دې غاړه په زرګونو هیوادوال چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي د لارې د بندیدو له کبله له څلورو ورځو راهیسې انتظار باسي، چې پکې مریضان، سپین ږیري، میرمنې او ماشومان هم شامل دي.
همدا راز د پولې د اخوا غاړې نه هم یو زیات شمیر هیوادوال چې غواړي خپل هیواد ته سفر وکړي د انتظار شیبې لنډوي، چې په ورته ډول له مریضانو، سپین ږیرو، میرمنو، ماشومانو او آن په جنازو مشتمل دي.
هیوادوال نه پوهیږي چې ولې دا د خداي جل جلاله پراخه دنیا په دوی باندې راتنګه کړای شوې ده، او ګناه او جرم یې څه دی؟
برسیره پر دې زیاتره خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ اجناس هم له دغې لارې نه افغانستان ته راواردیږي او څه نا څه پاکستان ته هم صادریږي چې د پولې د تړلو په وجه د هیواد په سیمه ایزو ښارونو کې د بازارونو پر نرخونو یې تاثیر غورځولی دی، او غریبه طبقه خلک يې له یوه بل ناورین سره مخ کړي دي.
د افغانستان مظلوم او بیچاره خلک که د پولې نه دیخوا دي او که هاخوا ټول د ژوند په بې شمیره کړاوونو اخته دي، او په دې تمه دي چې حکومت او ګاونډیان به د دوي د دردونو په کمولو کې فکر او اقدامات کوي، او دا غیر مترقبه تمه هیڅکله نه لري چې نورې کړمې دې ورته زیاتي کړي.
په هر ترتیب مسافرو او اړو هیوادوالو او همدا راز د پولې نه دې خوا او اخوا پرتو افغانانو د دغې شخړې په نتیجه کې تر اوسه پورې د پوره صبر او زغم نه کار اخیستی دی، او د دواړو هیوادونو له مشرتابه او حکومتونو نه هیله کوي چې لکه څنګه چې د خپلو ځانونو او خپلو ځامنو او خپلو حکومتی غړو د ساتنې لپاره یو له بل سره مرسته او همکاري کوي نو له عامو خلکو او بیچاره رعیت سره دې هم ورته برخورد وکړي.
څو میاشتې مخکې په اسلام اباد کې د هرات پخواني والي وتښتول شو او د پاکستان حکومت وکولای شول چې هغه د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړي، همدا راز څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت د پاکستان د پخوانی صدارعظم یوسف رضا ګیلاني ځوي، د تښتوونکو له منګولو وژغورلو او په کابل کې یې د پاکستان سفیر ته وسپارلو، نو عام خلک دا پوښتنه کوي چې آیا په قانون کې یواځې دا مشران او د مشرانو ځامن د شر نه د ژغورلو حق لري؟ او له عامو، غریبو او ځپل شویو خلکو نه دغه حق اخیستل شوی دی؟ او که نه د حکومتونو وظیفه او مسؤلیت یواځې د خپلو غړو ساتنه ده نه د رعیت غم خوړونه؟ حال دا چې دا حکومتونه د همدغو خلکو په رایو سره مینځته راغلي دی او همدغه عام خلک یې پوځ، پولیس او د جنګ خوراک دي.
که خدای مکړه په پوله جګړه صورت ومومي بیا هم همدغه د عامو او غریبو خلکو ځامن به هم دیخوا او هم هغې ته وژل کیږي او حکومتي چارواکې به یې یواځې ننداره کوي.
نو د افغانستان او پاکستان ټول مسلمان خلک په شریک د دواړو هیوادونو نه په کلکه هیله کوي چې د طورخم په معامله کې دې د جوش پر ځای له هوش نه کار واخلي، او د خپلو غریبو عوامو بیچارګي، مظلومیت، او غربت ته په کتلو سره دې په خپلو دریځونو کې نرمي راولي، او غیر ضروري غوښتنو او کړنو څخه دی تیر شي، کنه نو دا غمیزه به د نورو غمیزو په سر یوه بله غمیزه وي او هم به نورې غمیزې وزیږوي، چې د دواړو کمزورو ملتونو ملاوې به ورماتې کړي.



