آیا اشرف غني به دلندن له کنفرانس وروسته له فساده ډکه اداره اصلاح کړي؟

سرلیکنه

ولسمشر دتاجکستان له سفر وروسته په لندن کې دفساد پرضد دمبارزې سرمشریزې کنفرانس ته ولاړ ترڅو دنورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې داداري فساد به لاملونو او ترې دخلاصون په لارو چاروغور او بحثونه وکړي .

په لندن کې دجوړ شوي کنفرانسه دوه ورځې دمخه دبرتانېې صدراعظم ډیویډ کیمرون ویلي وو چې افغانستان او نایجیریا په نړیواله کچه ترټولو زیات په فساد کې ککړ هېوادونه دي.

تیرکال افغانستان په نړۍ کې په فساد کې ککړ لومړی خو سږکال دوېېم هېواد یادکړل شو سره لدې چې اشرف غني دخپل دولت دکار لومړیتوب کې اقتصاد او دفساد پرضد مبارزه یاده کړې وه خو په لندن کنفرانس کې ېې دخپلو یونیم کال هلو ځلو ترڅنګ دا ومنله چې اوس هم افغانستان په نړیواله کچه په فساد کې ککړ هېواد دی.

ولسمشر اشرف غني دلندن په کنفرانس کې په افغانستان کې دروان اداري فساد پړه یواځې په خپل  حکومت نه بلکه دیوشمیر نورو هېوادونو کړنې او لاملونه هم  یادکړل.

داروپايي ټولنې او نړیوالې څارګرې ادارې (سیګار) په راپورونو کې دافغانستان دعدلېې او قضا په فساد کې دککړتیا یادونه په وار وار شویده چې خپله اشرف غني هم دحکومت په لومړیو کې دقضايي چارو په ناسموالي او اداري فساد اعتراف کړیدی.

دملي یووالي حکومت پروړاندې ستونزو ته چې وګورو ددې امکان نه بریښي چې هېواد دې له فساده  وژغورل شي ځکه یو هېواد هم چې اداري فساد پکې وي پرمختګ نشي کولای یواځې افغانستان ندی دافغانستان په څیر نورهېوادونه هم شته چې اداري فساد ېې دپرمختګ په وړاندې خنډ ګرځیدلی دی خو دهغو هېوادنو دفساد کچه له افغانستان په پرتله ترنیمايي هم کمه ښودل شویده .

اشرف غني دخپل حکومت په لومړیو کې ډیر جدي و چې اداري فساد به له منځه یوسي خو ونه توانیده، داداري فساد له منځه وړل او په نورو ستونزو برالیتوب پدې نشي ترلاسه کېدای چې غوڅ تصمیم ونلري، ترشپږو سوو قاضیانو چې زندان ته دلیږلو او انفکاک قابل وو ده دومره وکړل چې دیوه ولایت یایوې سیمې نه یې بلې سیمې او ولایت ته تبدیل کړل په هرنظام کې چې مجازات او مکافات نه وي هغه نظا م پرمختګ نشي کولاې.

 دلندن کنفرانس چې دپاناما داسنادود له افشانه وروسته جوړکړل شو هغو هېوادونو ته چې اداري فساد پکې دافغانستان په څیر اوج ته رسیدلی وي او هم دهغو هېوادونو یوشمیر چارواکي چې په اداري فساد کې ککړ وي دمجازاتو لپاره به محکمې ته وړاندې کیږي .

په لندن کنفرانس کې دا هوکړه هم وشوه چې ترڅو په فساد کې ککړاشخاص مجازات نشي هېوادېې هیڅ وخت پر مختګ نشي کولای.

اوس به څرګنده شي چې آیا اشرف غني به په خپل هېوادکې په کوم هنرپه فسادکې ککړاشخاص مجازات اوله فساد ډکه  اداره به اصلاح کړي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button